Homeخبرونهچین کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې چاودنې ۹۰ کسان...

چین کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې چاودنې ۹۰ کسان ووژل

اند ( شنبه د غبرګولي/ جوزا ۲مه) د چین د شانشي ولایت په چینیوان ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو په يوه کان کې د چاودنې له امله لږ ترلږه ۹۰ کان کېندونکي وژل شوي دي.

د چین شینهوا خبري اژانس په خپل راپور کې د ځایي چارواکو له قوله دا پېښه له ۲۰۰۹ کال راهیسې په دغه هېواد کې د کانونو تر ټولو خونړۍ او مرګونې پېښه بللې ده.

یاده پېښه د جمعې په ورځ هغه مهال رامنځته شوه، چې په کان کې سلګونه متره لاندې ۲۴۷ کارګر په کار بوخت وه.

د رسنیو د راپورونو له‌مخې، د ژغورنې عملیات په شدت روان دي.

د «قیچاشا» د شرکتونو د ډیټابیس معلومات ښيي چې د دغه کان چارې د «شانشي تونګژو ګروپ لیوشینیو کول انډسټري» لخوا مخته وړل کېدې.

د مالوماتو له مخې دا شرکت په ۲۰۱۰ کال کې تاسیس شوی او د «شانشي تونګژو کول کوکینګ ګروپ» تر کنټرول لاندې کار کوي.

د چین ولسمشر شي جین پینګ له ټولو اړوندو چارواکو وغوښتل چې، د ټپیانو د درملنې او د ورکو شویو کسانو د پلټنې او ژغورنې په عملیاتو کې له «هیڅ ډول هڅې درېغ ونه کړي».

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

بابولالې | آصف بهاند

د پښتني فلکلور یوه لرغونې سندره راغی رومال راغی ــ رومال پټ دی په قبو کې د «پلانکي» په سرکې ایښی، سر یې لوړ دې په...