Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغان سوداګرو یوه لویه ډله ازبکستان ته لاړه

د افغان سوداګرو یوه لویه ډله ازبکستان ته لاړه

تاند (یکشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۳ مه) د افغان سوداګرو، صادروونکو او د خصوصي سیکتور د استازو ۱۰۰ کسیز پلاوی د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره پرون (شنبې) ازبکستان ته لاړ.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي چې دغه پلاوی د آرین زړګي عظیمي په مشرۍ د نمنګان ښار ته تللی دی.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د ګډو پانګونو د فرصتونو ارزونه، او د خصوصي سیکټور ترمنځ د صادراتو او وارداتو زیاتوالی د دې سفر له مهمو موخو څخه ګڼل کېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې زیاته کړې چې د دې پلاوي غړي به د خپل سفر په ترڅ کې له ازبکستاني چارواکو او سوداګرو سره وویني او خبرې اترې وکړي.

دغه سفر په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان د واکمن رژیم او د منځنۍ اسیا هېوادونو، په ځانګړي ډول ازبکستان، ترمنځ سوداګریزې اړیکې پراخې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لیکوال او ژورنالیست طالب منګل په ترافیکي پېښه کې په حق ورسېد

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۱۷ مه) لیکوال، ژورنالېست او په تېر جمهوري نظام کې د خوست د والي ویاند، طالب منګل په یوه...