تاند (یکشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۳ مه) په داسي حال کې چې راپورونه وايي چې له پاکستانه لا هم په غیرقانوني او قاچاقي ډول افغانستان ته بې کیفیته پاکستاني درمل راځي، د نیمروز ولایت د ګمرک مسوول د شنبې په ورځ خبر ورکړ چې څه کم درې ټنه پاکستاني درمل یې کشف کړي دي.
د نیمروز د ګمرک ريیس عبدالغفار محمود، وویل چې په دغه ولایت کې د دوه ټنه او ۷۸۵ کیلوګرامه انساني درملو او غیرخوراکي توکو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
د هغه په وینا، دا قاچاقي مواد په درېیو موټرو کې له پاکستان څخه نیمروز ته لېږدول کېده، چې د ګمرکي ځواکونو له خوا کشف او ضبط شول.
د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د شنبې په ورځ، د جوزا په دوهمه، ویلي چې په ضبط شویو موادو کې مقوي شربتونه، سیرومونه، د درد ضد ګولۍ او خوراکي مواد شامل وو.
طالبانو ویلي چې تر اوسه د دغو قاچاقي توکو په تړاو څوک نه دي نیول شوي، خو قاچاقي مالونه او وسایط ضبط شوي دي.
تېر کال د پاکستان له لوري له افغانستان سره د لارو د بندولو له پرېکړې او د دوو هیوادونو ترمنځ له نښتو وروسته د طالبانو حکومت اعلان وکړ چې له پاکستان سره تر هغو لارې بیا نه برانیزي چې تضمین نه وي ورکړل شوی چې بیا به په هیڅ پلمه تجارتي لارې نه بندوي.
د طالبانو حکومت همداراز افغان سوداګرو ته ۳ میاشتې وخت ورکړ چې له یادې مودې وروسته له پاکستانه هیڅ درمل وارد نه کړي.
له پاکستانه افغانستان ته ډېر بې کیفیته درمل هم صادرېدل او له همدې کبله یې بیه ټیټه وه.
د پاکستان د درملو د مخنیوي له کبله په افغانستان کې د درمل جوړولو ګڼې فابریکې جوړې شوي او اوس یې شمېر تر ۱۳۰ اوړي.