جمعه, مارچ 29, 2024
Home+آیرلنډي لیکوال ویلیم ټریفور په دې ورځ زېږېدلی

آیرلنډي لیکوال ویلیم ټریفور په دې ورځ زېږېدلی

له نن څخه ۹۳ کاله پخوا د ۱۹۲۸ د مې میاشتې په ۲۴ مه آیرلنډي لیکوال ویلیم تریفور (William Trevor)، چې د انګلیسي ژبې د لنډ‌و کیسو او نالونو په لیکلو کې ډېر لوی نوم لري، د آیرلند د جنوب د میچلسټن په کورک ولسوالۍ کې وزېږېد.

دی په ۱۹۵۰ م کال د ډوبلین له ترینتي کالج څخه فارغ التحصیل شو او د آیرلنډ په شمال کې یې د ښوونکي په توګه دنده پیل کړه. دوه کاله وروسته (۱۹۵۲) یې له جین ریان سره واده وکړ. په ۱۹۵۵ کې انګلنډ ته وکوچېد، په لومړیو کې یې هلته د هنر تدریس کاوه، وروسته لندن ته لاړ او د ۱۹۶۰ لسیزې په لومړیو کې یې د اعلانونو د چاپ د حق د سمبالوونکې په توګه کار ته مخه کړه. تریفور په دې موده کې د نالونو او لنډو کیسو ټولګې چاپ کړې.

د ده لومړنی ناول (A Standard of Behaviour) نومېده چې په ۱۹۵۸ م کال له چاپه راووت.  خو د ده دوهم اثر، چې (The Old Boys) نومېده او په ۱۹۶۴ کې چاپ شو، شهرت ورپه برخه کړ. له دې وروسته ټریفور د انګلنډ یا انګلیستان ډیفون ته لاړ او هلته یې خپل ټول وخت لیکوالۍ ته ځانګړی کړ.

ده ګڼ نالونه او لنډې کیسې لیکلي او له ځینو اثارو یې فلمونه هم جوړ شوي دي.

د کیسه لیکنې په تکنیک او فورم کې د تریفور مهارت د دې سبب شو چې نوموړی له چیخوف، جیمز جویس او دوموپاسیان سره پرتله شي.

ګراهام ګرین په یوه کره کتنه کې، چې په ۱۹۷۵ کې یې د تریفور د لنډو کیسو پر ټولګې ولیکله، دا اثر د جیمز جویس د ډوبلینیانو تر ټولګې غوره وباله.

ویلیم ټریفور د ۱۹۱۶ د نوومبر په ۲۰ د انګلنډ په سامرسیټ کې د ۸۸ کلونو په عمر په حق ورسېد.

د ده اثار:

Novels and novellas[edit] ناولونه او ناولګي

Short story collections[edit] د لنډو کیسو ټولګې 

  • The Day We Got Drunk on Cake and Other Stories (Bodley Head, 1967)
  • The Ballroom of Romance and Other Stories (Bodley Head, 1972)
  • The Last Lunch of the Season (Covent Garden Press, 1973)
  • Angels at the Ritz and Other Stories (Bodley Head, 1975)
  • Lovers of their Time (Bodley Head, 1978)
  • Beyond the Pale (Bodley Head, 1981)
  • The Stories of William Trevor (Penguin, 1983)
  • The News from Ireland and Other Stories (Bodley Head, 1986)
  • Family Sins and Other Stories (Bodley Head, 1989)
  • Outside Ireland: Selected Stories (Viking, 1992)
  • The Collected Stories (Viking, 1992; Penguin, 1993, 2003)
  • After Rain (Viking, 1996)
  • Cocktails at Doney’s (Bloomsbury Classics, 1996)[19]
  • The Hill Bachelors (Viking, 2000) ISBN 978-0141002170
  • A Bit On the Side (Viking, 2004) ISBN 978-0143035916
  • Cheating at Canasta (Viking, 2007) ISBN 978-0670018376
  • Bodily Secrets (Penguin Great Loves, 2007; new selection of stories from earlier collections) ISBN 978-0141033235
  • The Collected Stories (Viking, 2009) ISBN 978-0140232455.
  • Selected Stories (Viking, 2010), listed as “the second volume of his collected stories” ISBN 978-0-670-02206-9.
  • Last Stories (Viking, 2018)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب