د تمدني پاڅون ټولنپوهنه:
ليکوال: ډاکټر مراد بوفولة
ژبان: محمد عارف رسولي
هر ځل چې د تمدني پاڅون (نهضت) او رغونې خبره راپورته کېږي، ځینې بیړنۍ یا ملنډې وهونکې غږونه په هغو تکراري جملو زموږ مخې ته راوځي چې په هر وخت او ځای کې تکرارېږي: «دا فکري عیاشي ده»، «دا خبرې موږ ډېرې اورېدلې دي»، «موږ د ټیکنالوژۍ په عصر کې یو، نه د حلالو او حرامو په عصر کې»، «دا نظريې پرېږدئ او عملي حل لارې راته وښيئ».
خو دا جملې — په خپل ټولنپوهنیز (سوسيولوژیک) حقیقت کې — د کوم ځواکمن فکر ښکارندويي نه کوي، بلکې د تمدني شعور د یوه ژور بحران ښکارندویي کوي؛ ځکه کومې ټولنې چې د نهضت د شرطونو په اړه د فکر کولو وړتیا له لاسه ورکړي، په تدریجي ډول په داسې مصرفي ټولنو بدلېږي چې تمدن یوازې په مادي توکو کې او پرمختګ په وسایلو رانیولو کې خلاصه کوي. په داسې حال کې چې دوی له هغه بنسټیز عنصر څخه غافل پاتې کېږي چې هر تمدن رامنځته کوي: یعنې انسان.
دلته هغه څه رابرسېره کېږي چې موږ ورته «د تمدني پاڅون ټولنپوهنه» ویلای شو. دا هغه فکري لیدلوری دی چې په دې باور دی چې د وروسته پاتېوالي بحران یوازې د وسایلو یا ټیکنالوژۍ بحران نه دی، بلکې د هغه انسان بحران دی چې خپل تاریخي اغېز او د افکارو په تمدني پروژه د بدلولو وړتیا یې له لاسه ورکړې ده.
«مالک بن نبي» دغه حقیقت ډېر وخت مخکې درک کړی و، کله چې هغه ټینګار وکړ چې د اسلامي نړۍ ستونزه د توکو او وسایلو ستونزه نه ده، بلکې د افکارو ستونزه ده. ټولنه ښايي تر ټولو عصري وسایل وارد کړي، لوړ پوړې ودانۍ جوړې کړي او ټیکنالوژي ترلاسه کړي، خو که چېرې د هغې دننه انسان د داسې فکر له تولیدولو عاجز وي چې پاڅون منسجم کړي، نو هغه ټولنه به لا هم وروسته پاتې وي.
د مالک بن نبي په نظر، تمدن یوازې د مادي شیانو ډېرښت نه دی، بلکې د یوه هڅوونکي فکر په اډانه کې د انسان، خاورې او وخت ترمنځ یو ژوندۍ تعامل دی. له همدې امله، د انسان له جوړولو پرته د ټیکنالوژۍ واردول کټ مټ داسې دي لکه یو پرمختللی ماشین چې د داسې چا په لاس کې ورکړل شي چې نه پوهېږي دا د څه لپاره کاروي او د کوم تمدني هدف لپاره یې متحرک کوي.
د تمدني ټولنې او مصرفي ټولنې ترمنځ توپیر یوازې د وسایلو په درلودلو کې نه دی، بلکې په دې کې دی چې دا وسایل په یوې انساني، اخلاقي او تاریخي پروژې کې په کومه لاره سمبال او وکارول شي.
له همدې امله، جاپان د بېلګې په توګه یوازې له دې امله پرمختګ ونه کړ چې ټیکنالوژي یې وپيرله، بلکې له دې امله یې وکړ چې یو داسې ډسپلین لرونکی انسان یې جوړ کړ چې پر کار، ډله ییز روح، مسؤلیت، وخت او د کار په کیفیت باور لري. همدارنګه، پخپله اروپا یوازې د ماشین له امله ماډرنیزم ته نه ده لېږدول شوې، بلکې د هغو فکري او کلتوري بدلونونو له امله لېږدول شوې چې د اروپا عقل او تفکر یې له سره ورغاوه.
ماشین تمدن نه شي جوړولی که چیرې هغه انسان چې دا چلوي، د شعور او هدف لرلو څخه بې برخې وي.
له همدې ځایه موږ د ځینو هغو خلکو د غلط تصور په لامل پوهېږو چې فکر کوي نهضت او پرمختګ یوازې د ټیکنالوژۍ په واردولو یا د ډیجیټلي انقلاب په لیدلو او ترې اغېزمن کېدلو سره ترلاسه کېدای شي. ټیکنالوژي پخپله بېطرفه ده؛ دا هم د رغونې او ودانولو وسیله کېدای شي او هم د نړولو او شیندلو وسیله.
هغه انسان چې تمدني شعور لري، له ټیکنالوژۍ څخه د پوهې، تولید او تنظیم د رامنځته کولو لپاره کار اخلي، په داسې حال کې چې تمدني ځوړ سره مخ انسان بیا ټیکنالوژي د بېکارۍ، روږدي کېدو، مصرف او بې ځایه بوختیاوو په وسیله بدلوي.
دلته د مالک بن نبي افکار د «طیب برغوث» له سنتي (قوانینو) لیدلوري سره غوټه کېږي، څوک چې ټینګار کوي چې نهضت کومه تصادفي ټوپ وهنه یا چټک تخنیکي پېښه نه ده، بلکې دا یوه قانونمنده پروسه ده چې د تاریخ، ټولنې او کلتور تر قوانینو لاندې راځي. ملتونه په شعارونو، ډیجیټلي احساساتو او موقتي عکس العملونو نه پورته کېږي، بلکې هغه مهال پورته کېږي چې انسان له یو مصرفي موجود څخه په یو فعال موجود بدل شي، چې لیدلوری، رسالت او هدف ولري.
په وروسته پاتې ټولنو کې رښتینی بحران یوازې د وسایلو کمښت نه دی، بلکې د «ماتې منونکي انسان» شتون دی. هغه انسان چې هر څه مصرفوي خو هیڅ نه تولیدوي، د ځان له بدلولو پرته د چټکو حل لارو غوښتنه کوي، او د رواني، اخلاقي یا فکري چمتووالي پرته د تمدني پایلو تمه لري.
له همدې امله مالک بن نبي تمدني نهضت په ساده چمتو شوو تخنیکي پلانونو کې د راغونډولو مخالف و؛ ځکه چې د هغه په اند فکر تر وسیلې مخکې دی او انسان تر توکو لومړیتوب لري. له همدې ځایه د هغه دغه ژوره جمله سرچینه اخلي:
«څوک چې فکر لري، هغه د وسیلې په موندلو کې نه پاتې کېږي».
«ژان ژاک روسو» د فرانسې د انقلاب لپاره د فرانسوي ولس لپاره کوم تفصیلي تخنیکي پلان وړاندې نه کړ، مګر هغه د آزادۍ، حاکمیت او کرامت په فکر د فرانسوي انسان شعور بدل کړ، چې وروسته بیا همدا فکر په یو داسې تاریخي ځواک بدل شو چې ټوله ټولنه یې بدله کړه.
فکر کله چې د امت شعور ته ننوځي، په یو داسې تمدني ځواک بدلېږي چې د بنسټونو، وسایلو او نظامونو د جوړولو وړتیا لري. مګر کومه ټولنه چې فکر له لاسه ورکړي، که مادي وسایل هم ولري، بیا هم د هغو په یو رښتیني تمدني نهضت بدلولو کې عاجزه پاتې کېږي.
له همدې امله «محمد البشیر الإبراهيمي» له خپلواکۍ وروسته ویلي وو:
«استعمار ستاسو له خاورې ووت، مګر ستاسو له عقلونو او ژبو څخه نه دی وتلی».
ابراهیمي دې ته اشاره کوله چې سیاسي ازادي بسنه نه کوي که چیرې انسان له رواني او فکري پلوه غلام پاتې شي، ځکه تر ټولو خطرناک استعمار د فکرونو استعمار دی؛ کله چې انسان په خپل تمدني ځان باور له لاسه ورکړي او د نورو په یو ساده تقلید کوونکي، او د هغوی د افکارو او معیارونو په مصرفوونکي بدل شي.
دا پخپله دا روښانه کوي چې ولې نن ځینې خلک د انسان د جوړولو، ارزښتونو یا شعور په اړه په هر ډول خبرو پورې ملنډې وهي؛ ځکه چې دوی تمدن ته له یوې سطحې او مصرفي زاویې ګوري چې پرمختګ یوازې په موبایل، موټر او اپلیکیشنونو کې لنډوي، پداسې حال کې چې دوی هېروي دا انسان دی چې ټیکنالوژۍ ته مانا او لوری ورکوي.
کومه ټولنه چې خپل اخلاقي نظام له لاسه ورکړي، ښايي تر ټولو عصري ټیکنالوژي ولري خو له دننه څخه په یوې کمزورې او ماتېدونکې ټولنې بدلېږي. له همدې امله موږ ګورو چې ډیری تخنیکي پرمختللې ټولنې په ورته وخت کې د کورنیو له پاشل کېدو، رواني یوازېتوب، ځانوژنې او ډیجیټلي روږدي کېدو څخه رنځ وړي، ځکه چې مادي پرمختګ کله چې له ارزښتي جوړښت څخه جلا شي، په داسې یو ځواک بدلېږي چې روح نه لري.
د حلالو او حرامو په اړه خبرې چې ځینې خلک ورباندې ملنډې وهي، یوازې یو تنګ فقهي بحث نه دی لکه څنګه چې سرسري خلک یې انګېري، بلکې دا په خپل جوهر کې د هغه اخلاقي وجدان جوړول دي چې انسان ته د داسې ټولنیز کنټرول وړتیا بښي چې د هغه چلند تنظیم کړي او د هغه انرژي په یوه متوازنه تمدني پروژه کې دننه کړي.
تمدن یوازې دا نه دی چې موږ پوه شو شیان څنګه جوړ کړو، بلکې دا دی چې موږ پوه شو ولې یې جوړوو، څنګه یې کاروو، او د کوم انساني او اخلاقي هدف لپاره یې متحرک کوو.
تر ټولو خطرناک څه چې سطحې مصرفي کلتور تولید کړي، هغه د انسان اړول دي له «د خپل مادي شتون له جوړونکي» څخه په یو ساده «ګړندي مصرفوونکي» باندې. او د ټولنیزو رسنیو تر ټولو خطرناکه پایله د ډیجیټلي رسنیو ترمنځ د «ورک شوي انسان» رامنځته کول دي، چې ځینې خلک د افکارو ارزښت د لایکونو په شمېر او د فکري ژورتیا کچه د هغې د خپرېدو په چټکتیا اندازه کوي. په داسې حال کې چې لوی تمدنونه هیڅکله د «ټرینډ» په منطق نه دي جوړ شوي، بلکې د فکر په ژورتیا، د عزم په اوږدوالي، په پرله پسې روزنې او تاریخي صبر سره رامنځته شوي دي.
له همدې امله، د تمدني پاڅون ټولنپوهنه ټینګار کوي چې نهضت لومړی د انسان له جوړولو پیلېږي:
- د هغه د شعور، اخلاقو او له وخت، کار، پوهې، مسؤلیت او تمدني تړاو سره د هغه د اړیکې جوړول.
- دا انسان دی چې ټیکنالوژي جوړوي، نه برعکس؛ او دا افکار دي چې تاریخ جوړوي، نه یوازې مادي توکي؛ تمدنونه هغه مهال نړېږي کله چې د وسایلو له لاسه ورکولو وړاندې مانا له لاسه ورکړي.
تمدني قوانین چې موږ یې پر مټ د ناهیلو کوونکو ځواب ورکوو:
- پرته له فعال انسان څخه هیڅ نهضت نشي رامنځته کېدای، که څه هم ټول وسایل چمتو وي.
- ټیکنالوژي په تمدن کې دننه یوه وسیله ده، نه پخپله تمدن.
- د وسایلو واردول امت نه شي جوړولی که چیرې عقل او فکر مستعار او وارداتی پاتې شي.
- څوک چې فکر لري وسیله تولیدوي، مګر څوک چې فکر له لاسه ورکړي هغه څه مصرفوي چې نور یې تولیدوي.
- تمدنونه د انسان له بدلولو پیلېږي، نه د ظاهري بڼې له بدلولو.
- ژور شعور تاریخ جوړوي، مګر ملنډې وهل له خالي توب پرته بل څه نه رامنځته کوي.
- کومې ټولنې چې د خپلو پوهانو فکر ته په سپکه ګوري، په هغو مصرفي ډلو بدلېږي چې هیڅ پروژه نلري.
- هر رښتینی نهضت له عقل څخه د ماتې منلو د روحيې په له منځه وړلو پیلېږي.
- د ارزښتونو زوال تل د ودانیو او عمراني زوال څخه مخکې راځي.
- هغه ملت چې خپل بنسټیز او معیاري ارزښتونه له لاسه ورکړي، د ټیکنالوژۍ ډېرښت یې نشي ژغورلی.
په پای کې، هغه پوښتنه چې هرې ټولنې ته په کار ده چې له ځانه یې وپوښتي دا نه ده چې: «موږ څومره وسایل لرو؟» بلکې دا ده: «موږ د داسې کوم انسان جوړول غواړو؟»
ځکه که انسان سم شو، وسایل هم سمېږي، او که انسان فاسد شو، پخپله ټیکنالوژي د یوې ځلیدونکې عصري پوښ لاندې د وروسته پاتېوالي د لا زیاتولو په وسیله بدلېږي.