Homeخبرونهپه ۱۲ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلونو اټکل، په ۲ ورځو...

په ۱۲ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلونو اټکل، په ۲ ورځو کې ۲۸ تنه مړه شوي

تاند (یکشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۳ مه) د افغانستان د هواپېژندنې ادارې نن د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د ورښتونو، تالندې، برېښنا، تېزو بادونو، خاورو – دوړو او سېلونو اټکل کړی دی.

دا په داسي حال کې ده چې پرون (شنبه) له پېښور سره د مبارزې ادارې اعلان وکړ چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د توپان، سختو بارانونو، تندر او سېلونو له کبله په افغانستان کې ۲۸ تنه مړه شوي او لږترلږه ۱۰ نور ژوبل شوي دي.

د ترانسپورت او هوايي چلن په وزارت پورې تړلې د هواپېژندنې ادارې پرون وویل چې سبا (یعني نن یکشنبه) به په بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، بلخ، سمنګان، سرپل،پروان، پنجشېر، بامیان، نورستان او کونړ ولایتونو کې د بادونو ترڅنګ باران واوري او اندازه به یې له ۱۰ څخه تر ۳۰ میلي مترو پورې وي.

د هواپېژندنې ادارې ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې (پنجشنبه او جمعه) طبیعي پېښو ۱۷۶ کورونه بشپړ ویجاړ کړي او ۵۳۴ نور یې زیانمن کړي دي.

له پېښو سره د مبارزې ادارې ویاند یوسف حماد د شنبې په ورځ، د جوزا په دویمه، په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې د تېرو دوو ورځو د سختو بارانونو، توپانونو او تندرونو له امله د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۹۸۹ کورنۍ اغېزمنې شوې دي. هغه زیاته کړه چې په همدې موده کې شاوخوا ۱۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوې هم دي.

د دې ادارې د راپور له مخې، د پنجشنبې او جمعې د ورځو طبیعي پېښو په کابل، پروان، کاپیسا، خوست، پکتیا، میدان وردګ، روزګان، کندهار، هرات، بادغیس، سمنګان، سرپل، بغلان، تخار، بدخشان، لغمان او کونړ ولایتونو کې مرګ‌ژوبله او مالي زیانونه اړولي دي.

ده همداراز ویلي چې په دې موده کې لږ تر لږه ۱۰ کیلومتره سړکونه ویجاړ شوي، ۱۹۵۶ جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې او د ۸۱۰ جریبه بڼونو حاصلات هم زیانمن شوي دي.

دې ادارې همداراز څرګنده کړې چې د حمل له شپږمې نېټې راهیسې د طبیعي پېښو له امله لږ تر لږه ۲۸۵ کسان مړه شوي او ۳۵۴ نور ټپیان شوي دي. په همدې موده کې ۸۷۴ کورونه بشپړ ویجاړ شوي او ۷۰۲۸ نور کورونه زیانمن شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

بابولالې | آصف بهاند

د پښتني فلکلور یوه لرغونې سندره راغی رومال راغی ــ رومال پټ دی په قبو کې د «پلانکي» په سرکې ایښی، سر یې لوړ دې په...