تاند (یکشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۳ مه) د اسټرالیا یوې څېړنې په عصبي ناروغۍ شیزوفرینیا کې د غږونو اورېدلو ممکنه علت موندلی دی.
د اسټرالیا د نیو ساوت ویلز پوهنتون (UNSW) د ارواپوهنې د متخصص له لوري ترسره شوې څېړنه قوي شواهد وړاندې کوي چې په شیزوفرینیا کې د غږونو اورېدل ښايي د دې له امله وي چې دماغ د خپل داخلي غږ (دننه خبرو) د پېژندلو وړتیا له لاسه ورکوي.
د څېړونکو په وینا، د همدې نیمګړتیا له کبله انسان خپل فکرونه د بهرنیو غږونو په توګه احساسوي.
دا څېړنه په Schizophrenia Bulletin معتبره علمي مجله کې خپره شوې، چې د یوې پخوانۍ (شاوخوا ۵۰ کاله پخوانۍ) نظریې ملاتړ کوي.
د دې نظریې له مخې، کله چې دماغ د خپل داخلي غږ پر وړاندې خپل غبرګون په سم ډول کم نه کړي، نو د اورېدنې تېروتنه (auditory hallucinations) رامنځته کېدای شي.
ارواپوهانو داخلي خبرې (inner speech) هغه چوپ غږ بللی چې زموږ فکرونه بیانوي. د دوی په وینا، په عادي خلکو کې دماغ د دې ځانتهپیدا شوې غږ پر وړاندې کم غبرګون ښيي.
ارواپوه وایي: زموږ څېړنې وښودله چې کله موږ خبرې کوو، که یوازې په ذهن کې هم وي، نو د دماغ هغه برخه چې بهرني غږونه پروسس کوي، لږ فعاله کېږي. خو په هغو کسانو کې چې غږونه اوري، دا وړاندوینه په سمه توګه کار نه کوي او دماغ داسې غبرګون ښيي لکه غږ چې د بل چا وي.
د دې څېړنې لپاره درې ډلې وڅېړل شوې. لومړۍ ډله ۵۵ کسان وو چې د شیزوفرینیا د سپېکټرم اختلال یې درلود او په تېره یوه اوونۍ کې یې د غږونو اورېدلو تجربه کړې وه.
دوهمه ډله ۴۴ د شیزوفرینیا ناروغان وو چې په وروستیو کې یې د اورېدنې تېروتنه نه وه تجربه کړې، او درېیمه ډله ۴۳ روغ کسان وو.
ګډونوالو ته د EEG خولۍ ور واغوستل شوه او د هېډفون له لارې ورته غږونه واورول شول. له هغوی وغوښتل شول چې په چوپتیا کې د «با» یا «بي» ویلو تصور وکړي، په داسې حال کې چې له همدې غږونو څخه یو ورته هممهاله اورول کېده.
په روغو کسانو کې، کله چې تصور شوی غږ او اورېدلی غږ یو شان وو، دماغي فعالیت کم شو، چې دا ښيي دماغ سمه وړاندوینه وکړه او خپل غبرګون یې راکم کړ.
برعکس، په هغو کسانو کې چې په دې وروستیو کې یې غږونه اورېدلي وو، برعکس غبرګون ولیدل شو او دماغي فعالیت لا زیات شو.
څېړونکي وایي، دا پایلې کولی شي په راتلونکي کې د شیزوفرینیا او سایکوسېس (psychosis) د خطر د پېژندلو لپاره د حیاتي نښو (biomarkers) په موندلو کې مرسته وکړي، ځکه دا مهال داسې کوم لابراتواري ټېسټ نشته چې شیزوفرینیا په روښانه ډول تشخیص کړي.