جمعه, فبروري 27, 2026
Homeخبرونهد افغانستان دفاع وزارت نیمه شپه غچ اخیستونکي عملیات پای ته ورسول

د افغانستان دفاع وزارت نیمه شپه غچ اخیستونکي عملیات پای ته ورسول

تاند (جمعه، د کب/ سلواغې ۹ مه)د افغانستان دفاع وزارت تېره شپه ناوخته اعلان وکړ چې د پاکستان د پوځي رژیم پر ضد د ډیورند کرښې په اوږدو کې پر بېلابېلو برخو کې عملیات د شپې په دوولس بجې د افغانستان د لوی درستیز فصیح الدین فطرت په امر پای ته ورسېدل.

د دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې، د عملیاتو پر مهال د پاکستان د پوځي رژیم ۵۵ سرتېري وژل شوي دي. افغان ځواکونو د وژل شویو ځینې جسدونه، سلګونه سپکې او درنې وسلې ترلاسه کړې او یو شمېر سرتېري یې ژوندي نیولي دي۔

په بیان کې زیاته شوې چې د عملیاتو په ترڅ کې د پوځي رژیم ۲ مرکزونه (قومندانۍ) او ۱۹ پوستې د افغان ځواکونو له لوري نیول شوې دي۔

همداراز ویل شوي چې په دغو عملیاتو کې ۸ افغان سرتېري شهیدان او ۱۱ نور ټپیان شوي دي۔

بیان دا هم وايي چې د تورخم په سیمه کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو پر یوه موقتي کمپ د پوځي رژیم د هوايي برید له امله ۱۳ کسان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي۔

د وزارت په وینا، دا عملیات د پاکستان د پوځي رژیم له‌خوا پر افغان خاوره د وروستیو هوايي بریدونو په غبرګون کې ترسره شوي دي۔

د عملیاتو ساحې:
پکتیا
پکتیکا
خوست
کونړ
نورستان
ننګرهار
تورخم دروازه

فتحه شوې پوستې:
۱ قرارګاه نیول شوې
۱۹ پوستې فتحه شوي
۴ پوستې پرېښودل شوي او ځواکونه ترې وتلي
یادو پوستو ته اور اچول شوی

تلفات:
تر ۵۵ پورې پاکستاني سرتېري وژل شوي
۲۳ جسدونه ترلاسه شوي
یو شمېر کسان ژوندي نیول شوي

د وسلو او تجهیزاتو اړوند:
لسګونه سپکې او درنې وسلې ترلاسه شوي
یو ټانک سوځول شوی
یو انټرنيشنل موټر ترلاسه شوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«د ماشومانو ادبیات او د هغوی د روزنې لارې چارې» علمي- څېړنيز سیمینار

 محمد آصف احمدزی ادبي راپورتاژ ماشومان که د مشرق که د مغرب دي د ژړا او د خندا انداز یې يو دی د افغانستان د علومو اکاډمي هر...