Homeخبرونهدفاع وزارت: غچ‌اخیستونکي عملیات د ۵۵ پاکستاني پوځیانو په وژل کېدو پای...

دفاع وزارت: غچ‌اخیستونکي عملیات د ۵۵ پاکستاني پوځیانو په وژل کېدو پای ته ورسېدل

تاند( جمعه د کب ـ حوت ۸مه) د طالبانو ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان د پوځي رژیم پر پوستو د افغان ځواکونو غچ‌اخیستونکي عملیات د شپې پر ۱۲ بجو پای ته ورسېدل.

خبرپاڼه کې راغلي چې، دغو عملیاتو کې د پوځي رژيم ۵۵ پوځیان وژل شوي، د ځينو جسدونه او سلګونه میله سپکې او درنې وسلې هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

دغه راز یو شمېر پاکستاني پوځیان ژوندي هم نیول شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې، دغه راز، د عملیاتو پرمهال، د پاکستان پوځي رژیم دوه قرارګاوې او ۱۹ پوستې هم د افغان ځواکونو له لوري نیول شوې دي.

د خپرپاڼې له‌مخې، دغو عملیاتو کې اته افغان سرتیري مړه او ۱۱ نور ټپيان شوي دي.

همدارنګه تورخم کې د راستنېدونکو پر لنډمهالي پنډغالي د پوځي رژیم په هوايي برید کې ۱۳ تنه ټپيان شوي چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي.

د طالبانو ملي دفاع وزارت ویلي، دغه عملیات یې پر افغان خاوره د پاکستان د پوځي رژیم له لوري د وروستیو هوايي بریدونو په ځواب کې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د اشا بوسلي هنري او شخصي ژوند ته کتنه

اشا بوسلي (Asha Bhosle) د هندي موسیقۍ له هغو افسانوي څېرو څخه ده چې څو لسیزې یې د بالیووډ او هندي موسیقۍ نړۍ ته...