جمعه, فبروري 27, 2026
Homeخبرونهپر کابل ښار پاکستاني الوتکو بمبارۍ کړي

پر کابل ښار پاکستاني الوتکو بمبارۍ کړي

تاند (جمعه، د کب/ سلواغې ۹ مه) کابل ښاریان وايي چې د ښار په اسمان کې الوتکې او ډرونونه ګرځي او له بېلابېلو ځایونو څخه یې د چاودنو غږونه اورېدلي دي.

څو تنو تاند ته وویل چې د دارالامان، هوايي ډګر او نوي ښار په ساحو کې یې د چاودنو غږونه اورېدلي او ګومان کېږي چې پاکستاني الوتکو به بمباري کړې وي.

د طالبانو حکومت د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا بمبارۍ د شپې په دوه نیمې بجې وروسته له دې چې د طالبانو حکومت د پاکستان پر ضد غچ اخیستونکي بریدونه پای ته رسېدلي اعلان کړل، شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت لوی درستیز د شپې په دوولس بجې د پاکستان پر ضد غچ اخیستونکي عملیات پای ته رسېدلي اعلان کړل.

په کابل کې د فرانس پریس خبري اژانس خبریال وايي چې د یوې جټ الوتکې د غورهار له اورېدو وروسته یې په کابل کې د چاودنې لوړ غږ اورېدلی دی.

خبریال وايي چې د الوتکې لور ته ګڼې ډزې وشوې.

راپورونه وايي چې په کندهار کې هم پاکستاني الوتکو بمباري کړې او ناتایید شوي راپورونه وايي چې په کندهار کې د پاکستان یوه الوتکه ویشتل شوې ده.

له بلې خوا پاکستان ادعا کوي چې په جلال اباد کې یې د افغانستان د واکمن رژیم یو سلاکوټ ویشتی او له منځه وړی دی.

پاکستاني چارواکي وايي چې (د دې خبر د خپرېدو تر شېبې) چې د دوی هوايي بریدونه دوام لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«د ماشومانو ادبیات او د هغوی د روزنې لارې چارې» علمي- څېړنيز سیمینار

 محمد آصف احمدزی ادبي راپورتاژ ماشومان که د مشرق که د مغرب دي د ژړا او د خندا انداز یې يو دی د افغانستان د علومو اکاډمي هر...