Home+د شپاړسم لویي زوی وزېږید

د شپاړسم لویي زوی وزېږید

له نن څخه 240 کاله پخوا د فرانسې د پاچا شپاړسم لويي کوچنی زوی لويي شارل د ۱۷۸۵ ع کال د مارچ په ۲۷ مه وزېږېد. دی د خپل مشر ورور له مړینې وروسته د ۱۷۸۹ میلادي کال د جون په څلورمه د فرانسې ولیعهد شو.

د ‍۱۷۹۲ ع کال د اګست په درېمه د فرانسې د شاهي رژیم له نسکورېدو وروسته شپاړسم لويي له خپل پلار (شپاړسم لويي) او مور (ملکه ماري انتوانت)، ترور الیزابت او مشرې خور سره د پاریس په ټمپل کلا محبس کې بندي شو.

شارل وروسته له دې د اوولسم لويي لقب ترلاسه کړ چې پلار یې شپاړسم لويي د ۱۷۹۳ ع کال د جنورۍ په یوویشتمه د ګیوتین په وسیله اعدام شو. اروپايي هیوادونو او فرانسویانو د اوولسم لويي په توګه دی په رسمیت وپېژانده.

خو دغه کوچیني بندي په محبس کې هيڅکله د اوولسم لويي د امتیازونو د خوند څکه ونه کړه. دی څو میاشتې وروسته له خپلې مور ملکه ماري انتوانت جلا کړای شو او د سیمون په نوم بې رحمه بندساتونکي ته وسپارل شو.

دغه ظالم سړي به دا بې ګناه ماشوم واهه او سخت کارونه به یې ورباندې کول.د فرانسې د انقلاب د ترور د دورې له پای ته رسېدو وروسته د کنوانسیون جرګې منځلارو پرېکړه وکړه چې اوولسم لويي له هغو بندیانو سره تبادله کړي چې د اتریش امپراتورۍ په قید کې ول.

خو دا یتیم ماشوم د کلونو کړاو او بد چلند له کبله سخت ناروغ و او مخکې تر دې چې له اُتریشیانو سره مبادله شي د نري رنځ یا سل په ناروغۍ د ۱۷۹۵ ع کال د جون په اتمه، بې له دې چې د پاچهۍ خوند وګوري، ومړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...