تاند【پنجشنبه د حمل ـ وري ۷مه】د بښنې نړیوال سازمان پاکستان داسې مهال نړیوالو بشري قوانینو ته په سپکاوي تورنوي چې، له دغه هېواد د افغان کډوالو د جبري اخراج لړۍ پیل ته څو ورځې پاتې دي.
یاد سازمان وايي، پاکستان د بشري حقونو نړیوالو قوانینو ته سپکاوی کوي.
د دغه سازمان د سویلي آسیا سیمه ییزې مرستیالې ایزابل لاسي وايي، د پاکستان بې رحمانه او ضرب الاجل د بشري حقونو نړیوالو نورمونو ته ښکاره سپکاوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې په ډېر لنډ او تنګ وخت کې له پاکستانه د افغان کډوالو خپل سرې او جبري ایستنه د کډوالو ستونزې او کړاوونه زیاتوي.
پاکستان بیا ادعا کوي، چې په دغه هېواد کې افغان کډوال ناامنیو او حکومت ضد چارو کې لاس لري خو، ایزابل لاسي ټینګار کوي چې دا یوازې غلطه او غولوونکې خبره ده.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د روانې مارچ ۳۱ مه په خپله خوښه افغان کډوالو ته د وتلو وروستی وخت ورکړی او ټینګار یې کړی، چې له دې وروسته یې د جبري اخراج پرېکړه حتمي ده.
کافرستان خو دوهم یهود فرنګی تر کفارو هم بدتر ده. دغه په خوله مسلمان اما د اسرائیلو لعنتیانو سکه وروڼه دي. دوی ته بشر او بشریت هیڅ ارزښت نه لري.
ترڅو چې پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې په تور لیست کې شامل نشي نه تنها پاکستان ولس لپاره بلکه نړۍ او سیمې ته به ستونزي وزیږوی