تاند【پنجشنبه د حمل ـ وري ۷مه】د طالبانو د حکومت مشرتابه د کوچني اختر په مناسبت اختریز پيغام کې بر فلسطینیانو د صهیونیستي رژيم بریدونه په کلکه غندلي او هغه یې یو ستر وحشت بللی.
هغه په دې پیغام کې د فلسطین خلکو له مشروع غوښتنو ملاتړ کړی او له نورې اسلامي نړۍ یې غوښتي، چې د فلسطینیانو ملاتړ وکړي، څو هغوی خپل غصب شوي حقوق بیرته ترلاسه او له ظلمونو خلاص او هلته روان وحشت پای ومومي.
د هبة الله اخوندزاده په پیغام کې له هېوادوالو هم غوښتنه شوې، چې خپل بې وزله خلک له پامه ونه غورځوي او د خپل توان مطابق له بې وزله مسلمانو وروڼو په ځانګړي ډول شهیدانو کورنیو، یتیمانو، کونډو او معوبینو سره مرستې وکړي.
دغه پیغام کې له اړوند ادارو هم غوښتنه شوې، چې له فقیرانو سره مرسته کې لا زیاتې هڅې وکړي او هغوی ته د خوراک او ژوند انتظام برابر کړي.
د طالبانو مشر داسې مهال د فلسطینیانو د حقونو د ترلاسه کولو غوښتنه کوي چې د عامو افغانانو په باور میلیونه افغانان آن نیم افغانستان چې ښځې دې له خپلو حقونو بې برخې دي.
دوی وایي طالبان باید د نورو د حقونو د غوښتنې پرځای د افغان نجونو د زده کړې، کار حقوق ورکړي او د دوی عادي ژوند کې دې مداخله نه کوي.
پکه دا دې لا بله سپکه. خپله دې د ښځو حقوق پامال کړي، د خلکو حقوق په جیب کې اچوې او د فلسطین غم درسره دی. یوه بلا بلې ته وایي بو خورم دې.
شيخ صاحب، فلسطين خو پء ځای پرېږده او هغه زموږ د ايمان يوه برخه ده چې ملاتړ يې وکړو او کوو يې، خو،
ته يوه مهرباني وکړه چې لومړی خو خپل ځان دې ولس ته راښکاره کړه چې دا درباندې د دې ولس حق دی، نو چې ته ولس ته نه راښکاره کېږې او په دې حق دې سترګې پټې کړي دي.
بله دا چې تاسې يو ځلې دې خپل ځوان قشر او د نجونو ښوونځي ولې نه خلاصوئ؟
دا هم حق دی ولې دا حق لومړی دې خپل ولس ته او د دې ولس ځوان قشر نجونو او مېرمنو ته خپل حقونه ورکړه، ولې دا کار نه کوئ؟ ولې دا ملاتړ يې نه کوئ.
ښاغلي!
اسلامي نړي خو تاته وايي چي دخپل اولس حق ورکړه ، نجونو ته د زدکړي حق ورکړه، اولس ته په حکومت ځای ورکړه ، انتخابات وکړه او همداشاني فلستينيان له تانه خواهش کوي چي افغانانو ته خپل حق ورکړه ا ………اوته يي نه مني چي په صلح کي ژوند کوي د ور کړي اختيار د خپل لاس کي ده ليکن تا ټول اسلامي او بشري حوقوق له افغانانو نه په زوره اخستي نو په کوم وجدان له اسلامي نړي نه د فلستينيانو ملاتړ غواړي.
تآسف په داسي منطق.