Homeخبرونهپاکستان وايي، د خوست له څو ولسوالیو د پاکستان پر پوځي تاسیساتو...

پاکستان وايي، د خوست له څو ولسوالیو د پاکستان پر پوځي تاسیساتو د درنو وسلو بریدونه شوي

تاند (جمعه، د کب/ حوت ۸ مه) پاکستان ابزرور ورځپاڼه وايي افغان ځواکونو د غچ اخیستنې په تازه پړاو کې د خوست ولایت له ځاځي میدان، علیشېر او تریزي ولسوالیو څخه پر پاکستاني پوځي تاسیساتو بریدونه کړي دي.

د راپورونو له مخې، په دې عملیاتو کې، چې د پاکستان د بریدونو په ځواب کې شوي، له درنو وسلو کار اخیستل شوی دی.

پاکستان ابزور وايي، د پاکستان یوه ځایي چارواکي هم د سختو ډزو تبادله تایید کړې او ویلي یې دي چې د لانجمنې کرښې په اوږدو کې امنیتي وضعیت ډېر نازک شوی دی.

بل لور ته، د پاکستان حکومت خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې هر ډول نور تحریکوونکي اقدامات به، که د واکمنو طالبانو له لوري وي او که د وسله‌والو ډلو له خوا، له پرېکنده او «مناسب» ځواب سره مخ شي. پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې دا اقدامات د ځان‌ د دفاع په چوکاټ کې دي او موخه یې د ملي امنیت او سیمه‌ییز ثبات ساتنه ده.

د دې تازه نښتو په اړه د افغانستان حکومت تراوسه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مورنیو ژبو ورځ او د پښتو نیمګړی عدالت

لیکوال: محمد خالد وردګ / لاس انجلیس، کلیفورنیا د فبرورۍ ۲۱مه د ملګرو ملتونو له خوا د مورنیو ژبو نړیواله ورځ نومول شوې ده. دا...