Homeخبرونهد مصر د باندنیو چارو وزیرد افغانستان او پاکستان ترمنځ د زغم...

د مصر د باندنیو چارو وزیرد افغانستان او پاکستان ترمنځ د زغم غوښتنه وکړه

تاند (جمعه، د کب/ حوت ۸ مه) د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي د پنجشنبې په ورځ له خپل پاکستاني ساري محمد اسحاق ډار سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

مصر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پوځي تاوتریخوالي د زیاتېدو له امله د زغم غوښتنه کوي. مصر پر دواړو لورو غږ کړی چې له زور کارولو ډډه وکړي او د شخړې د حل لپاره د دیپلوماسۍ او خبرو اترو لاره خپله کړي.

د مصر د اهرام ورځپاڼې د راپور له مخې، د جمعې په ورځ د خپرې شوې رسمي اعلامیې له مخې، بدر عبدالعاطي له محمد اسحاق ډار څخه د وروستیو بدلونونو او د سرحدي نښتو وروسته د میداني وضعیت په اړه مفصل معلومات تر لاسه کړل؛ هغه نښتې چې د راپورونو له مخې پکې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

دا ټیلیفوني خبرې په داسې حال کې وشوې چې مصر د پاکستان او افغانستان ترمنځ د وروستۍ کړکېچنې وضعې په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه او پر ټولو لورو یې غږ وکړ چې ډېر تر ډېره زغم وښيي او له داسې ګامونو ډډه وکړي چې د سیمې ثبات زیانمن کړي.

قاهرې د تاوتریخوالي د کمولو او د دیپلوماټیکو هڅو د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې سیاسي او دیپلوماټیکې حللارې د شخړو د حل او د سیمې د امنیت او ثبات د خوندي کولو تر ټولو اغېزمنه لاره ده.

په دې خبرو کې عبدالعاطي یو ځل بیا د روانو بدلونونو په اړه د مصر اندېښنه تکرار کړه او د ارامۍ او د باور جوړونې د اقداماتو پر اړتیا یې ټینګار وکړ، تر څو د لا زیاتې بې‌ثباتۍ مخنیوی وشي.

د افغانستان او پاکستان پر شخړې د ترکیې او چین غبرګون او د پخلاینې هڅې – تاند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د بریتانیا په سالزبري کې د افغان کلتور یو ورځنی فستیوال

تاند (شتبه، د کب/ حوت ۲ مه) د بریتانیا سالزبري Salisbury ښار به د افغان کلتور او خوړو د یو ورځني فستیوال کوربه وي. دا...