تاند (جمعه، د کب/ حوت ۸ مه) په داسي حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ اوج ته رسېدلی، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د افغانستان او پاکستان له جګپوړو ډیپلوماتانو او همداراز د سیمې له یو شمېر مهمو چارواکو سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د ترکیې دیپلوماتیکو سرچینو په وینا، فیدان د فبرورۍ په ۲۷مه د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار سره ټیلیفوني خبرې کړې دي۔
سرچینو ویلي چې دا نوښت وروسته له هغه وشو چې دواړو هېوادونو پر یو بل بریدونه وکړل او پاکستان په رسمي ډول د خپل ګاونډي پر ضد د جګړې اعلان وکړ.
ترکیې تر دې وړاندې هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند او خبرو اترو کوربه توب کړی دی.
همداراز ویل شوي چې فیدان د قطر له بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان آل ثاني او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان سره هم خبرې کړې دي، څو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو تحولاتو په اړه سلا مشورې وکړي۔
د چین غبرګون
بیجینګ د جمعې په ورځ د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سرحدي نښتو د زیاتېدو له امله ژوره اندېښنه څرګنده کړه.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ له دواړو لورو وغوښتل چې «ژر تر ژره اوربند ته ورسېږي» او خپل اختلافات د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي، او ویې ویل چې چین له دیپلوماتیکو لارو له دواړو هېوادونو سره په تماس کې دی۔
چین د جمعې په ورځ یو ډیپلوماتیک پیغام خپور کړ او له پاکستان او افغانستان څخه یې وغوښتل چې زغم وښيي او سمدستي جګړه ودروي
ماو نینګ وویل بیجینګ «د شخړې د پراخېدو له امله ژوره اندېښنه لري او د مرګژوبلې له کبله سخت خواشینی دی»، او ټینګار یې وکړ چې دواړه هېوادونه د چین نژدې ګاونډیان او مهم شریکان دي۔
د خبرو او تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه
ماو نینګ خبرداری ورکړ چې «د شخړې دا پړاو د پخوا پرتله شدید دی»، او له دواړو لورو یې وغوښتل چې «زغم وښيي او خپل اختلافات او شخړې د خبرو او مشورو له لارې حل کړي».
هغې زیاته کړه چې «ژر تر ژره اوربند ته رسېدل، د خلکو د نورو کړاونو د درېدو او د دواړو هېوادونو او ولسونو له اساسي ګټو سره سمون لري او د سیمې د سولې او ثبات په ټینګښت کې مرسته کوي».
د چین د منځګړیتوب هڅې
ماو نینګ تایید کړه چې بیجینګ د اسلاماباد او کابل ترمنځ د منځګړیتوب لپاره «د خپلو چینلونو له لارې» کار کوي او چمتو دی چې د تاوتریخوالي د کمولو او د دوهاړخیزو اړیکو د ښه کولو لپاره رغنده رول ته دوام ورکړي.
هغې وویل: «زموږ وزارت او په دواړو هېوادونو کې زموږ سفارتونه له اړوندو لورو سره په همدې موخه په تماس کې دي»، او همدارنګه یې د دواړو هېوادونو په خاوره کې د چینایي کارکوونکو، پروژو او بنسټونو د خوندیتوب غوښتنه وکړه۔