Homeخبرونهفضل الرحمن: د افغانستان خپلواکۍ او کورنیو ستونزو ته درناوی ضروري دی

فضل الرحمن: د افغانستان خپلواکۍ او کورنیو ستونزو ته درناوی ضروري دی

 تاند (جمعه د کب – حوت ۸مه) د پاکستان د مذهبي سیاسي ډلې جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن د اوسني وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې یو اړخیزه پوځي اقدامات د ستونزې حل نه دی، بلکې لا نورې پېچلتیاوې رامنځته کوي.

د جمیعت علمای اسلام د مطبوعاتي برخې د معلوماتو له لوري خپور شوی بیان وايي، فضل الرحمن ویلي، چې د پاکستان امنیتي اندېښنې قانوني دي، خو د افغانستان خپلواکي او کورني ستونزو ته درناوی هم ضروري دی.

هغه زیاته کړې، چې احساساتي چلندونه د دواړو هېوادونو لپاره د پېچلتیاوو سبب ګرځي.

مولانا فضل الرحمن له دواړو هېوادونو غوښتي چې د حوصلې، زغم او مسؤلانه چلند له مخې سملاسي اوربند اعلان کړي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر د پاکستان پر څو ښارونو د ډرون الوتکو بریدونه تایید کړل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصر د ښکلا ملکه د سرطان له کبله فلج شوې

تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۸ مه) انجي عبدالله اعلان کړی چې د دماغي تومور د پیچلتیاوو له امله پرې ړ فلج حمله شوې...