چهارشنبه, اکتوبر 22, 2025
Home+پوشیده نیوکې | یونس تنویر

پوشیده نیوکې | یونس تنویر

زه دا انصاف ګڼم، چې ووایو شعر تخیل دی او تخیل د بېروني حادثې پیدا وار نه دی؛ بلکې دا یوه روحي تجلا ده، چې د الهام په څیر د انسان په ذهن کې اچول کیږي. البته بیروني حوادث په دې برخه کې د غور وړ دي، خو دا نه شو ویلای، چې شعر د بیروني حوادثو له امله رامنځته کیږي، ځکه چې د شعر په اړه د وهبي نظریې څیړونکو دا لا وړاندې ثابته کړې، چې شعر دروني او کیفي عمل دی.

اوس که چیرته موږ ووایو: که د شاعر ذهن د ارام جهیل سره تشبیه کړو او بیا له بیرونه ډبره ورته را وشړل شي، نو هسته پیدا کیږي او لیکوال همدا وایي، چې شعر دلته رامنځته کیږي، همدا د لیکوال د شعر تعبیر دی، نو ځکه لیکوال وایي، چې لومړی موږ عاطفي کیږو او یا یو محرک را پیدا کیږي، چې موږ عاطفي شو او بیا شعر رانه ولیکلی شي. دا هم هغه د جهیل تشبیه ده، چې کله کاڼي په اوبو کې وغورځوئ او هغه هسته جوړه کړي، نو د لیکوال مفهوم همدا دی، چې د شاعر ذهن هم د بیروني حادثې له امله شعر لیکلو ته مایل کیږي.

یانې ددې څخه د لیکوال موخه دا ده، چې ووایي د شعر لیکلو سرچینه یو بیروني محرک دی. یانې د بیروني محرک پیدا کیدل مانا دا ده، چې یوه بیروني او عیني مشاهدې په اساس موږ شعر لیکو، یانې د داخلي تجربو له امله د شعر لیکل نه شته، دا خبره ځکه پسې غوټه کوو، چې د بیرونۍ حادثې موخه همدا ده.

خو که د لیکوال دا خبره نوره هم توضیح کړو، چې استاد ناګار د عاطفې په اړه کړې ده: عاطفه دوه عمله اجرا کوي، جمالي (د ښکلا او لطافت اړوند) او جلالي (د عظمت او شدت اړوند). دا عاطفي حالت، چې د بیروني حادثو له امله رامنځته کیږي د شاعر ذهن شعر لیکلو ته هڅوي. په دې توګه لیکوال د شعر سرچینه د یوې عیني او حسي تجربې نتیجه بولي، چې د پنځو ظاهري حسونو له لارې شاعر ته القا کیږي.

خو زه فکر کومه، چې شعر د شاعر د داخلي تجربو، توهمي قوې او معنوي کیفیتونو نتیجه ده، نه دا چې یوازې د بیروني حادثو له امله رامنځته شي، نو اوس که دا خبره وکړو، چې شاعر لومړی د یو څه په اړه جمالي او یا هم جلالي (عاطفي) کیږي، هغه هم د بیروني حادثې له وجې، ځکه چې د لیکوال موخه همدا ده، چې شعر د حسي ادراک(پنځه ظاهري حسونه) له امله پیدا کیږي، نو موږ مجبور یو، چې شاعران احساساتي مخلوق وګڼو، ځکه چې دلته د لیکوال غرض همدا دی، چې شاعر د بیروني حادثې سره مخ وي، یانې باطني کیفیات په دې کې رول نه لري، خو زه چې څومره مطالعه لرم، د شعر په اړه د زیاترو څیړونکو نظریه همدا ده، چې شعر یو وهبي او دروني عمل دی، چې انسان ته القا کیږي او شعر لیکي. که چیرې بیروني حوادث د شعر د لیکلو لپاره مهم وی، نو بیا خو به هر عاشق شاعر و او هر جنګي لیډر به شاعر و او هره مور به شاعره وه، ځکه چې دوی د ډیرو شدیدو عاطفي حالتونو سره مخ وي، بایده خو داو، چې دوی ټول باید شاعران وی. خو داسې نه ده، ځکه چې شعر د یوې خاصې داخلي وړتیا او الهام محصول دی او کنه هر هغه څوک به شاعر و، چې دوی ‌ډېر عاطفي دي.

همدا د داخلي کیفیت په اړه لیکوال هم سترګې نه پټوي. یو ځای وایي: ارام جهیل ته بیروني او داخلي اصطلاح کاروي. موخه دا ده، چې لیکوال په دې مطمین دی، چې داخلي حادثې هم شته، مګر تر ټولو اهمې همدا داخلي تجربې دي، چې د انسان ذهن شعر لیکولو ته مایل کوي، ځکه که چیرې دا وګڼو، نو بیا خو د هر بم په الوتلو ډېر کسان مړه کیږي او باید په هم هغه ځای  له سترګو څخه د اوښکو پر ځای مو شعرونه له خولې را ایستل، خو دا خبره ډېره عرضي ده، ځکه چې انسان د پنځو حسونو له تصادم الهام پیدا کوي او دغه حوادث د انسان په شعور کې ثبت وي، چې وهبي تجلا یې یوې بلې نړۍ سره وصلوي او یا هم دروني اضطراب پکې پیدا کوي او شعر لیکي. داسې نه ده، چې شعر د بیروني حوادثو له امله پیدا کیږي.

که چیرې دا ومنو، چې عیني حالت(عاطفي) د شعر محرک دی، نو ګوا چې عیني حالتونه د نړۍ هر فرد سره تړلي دي، نو بیا څنګه د شعر ویلو غریزه پکې نه را ولاړیږي.

لیکوال په خپل متن کې د داخلي او بیروني محرکاتو ترمنځ یو ډول دوه اړخیز دریځ غوره کوي. له یوې خوا هغه د ارام جهیل تشبیه کاروي او وايي، چې بیروني حادثه د شعر د لیکلو لپاره لومړنی محرک دی، خو له بلې خوا د داخلي تجربو او کیفیتونو رول هم نه ردوي. دا دوه ګونی دریځ د دې لامل ګرځي، چې د لیکوال نظر په یو ډول ابهام او تناقض کې راګیر کړي. د بېلګې په توګه، لیکوال وايي: چې عاطفه د تخیل په مرسته یو شکل غوره کوي او بیا په ژبه کې اظهارېږي. دا پروسه داسې برېښي، چې شعر د عاطفې، تخیل او ژبې د ترکیب نتیجه ده، خو دا نه روښانه کوي، چې د دې پروسې اصلي سرچینه کومه ده: عاطفه، تخیل یا الهام؟ نو بیا څنګه دې ته قانع شو، چې ووایو شعر عاطفي برخورد دی؟

لیکوال وایي، چې دې محرک ته یانې عیني تاثر ته موږ د تخیل په مرسته  یو شکل ورکوو، چې مطلب یې همدا د تخییل حالت دی. یانې د لیکوال دا نظر دی، چې تخیل د همدې تخییل تعبیر دی، ځکه چې د تخیل په مرسته موږ عیني حادثې ته تخیلي رنګ ورکوو، نو دا خو بیا هم د شعر لیکلو محرک عاطفه نه شوه، ځکه چې عاطفه خپله یو تخیلي رنګ او جوړښت ته اړتیا لري، نو ولې بیا داسې ووایو، چې شعر عاطفي برخورد دی؟

ددې نه پورته یوه بله مسله هم شته، چې لیکوال ورته اشاره کوي او وایي، چې دا شکل په ژبه کې اظهاریږي. یانې یو ځل شاعر عاطفي کیږي او بیا د تخیل په مرسته یو شکل ورکول کیږي او بیا په ژبه کې رامنځته کیږي، نو ګوا چې لیکوال په دې کې خپله هم مضطرب دی، چې د شعر د کیفیت او کیمیت ترمنځ پوله وټاکي.

یانې یو ځل د شعر محرک عاطفه شوه او بیا عاطفه د تخیل په ساخت کې په ژبه کې را څرګنده شوه، نو بیا هم د شعر اصل او سرچشمه څه شی شوه؟ خو باید، چې ووایو شعر تخیل دی او تخیل د انسان داخلي تجربه ده، چې په ژبه کې را منځته کیږي. عاطفه او نور توکي د شعر د کیفیت او محتوا پورې تړلي دي، نه د شعر په اساس پورې تړلي دي، ځکه چې الهام کیفي عمل دی او د توهمي قوې په اساس د شعر شکل را زرغونږي او په دې اساس باید ووایو، چې عیني تصورات د شعور په کارخانه کې د الهام څخه خړبیږي.

زه فکر کومه، چې شعر یو وهبي او داخلي عمل دی، چې د شاعر د معنوي او توهمي قوې له لارې رامنځته کیږي. که څه هم بیروني حادثې کولای شي د شاعر په ذهن کې عاطفي موجونه راوپاروي، خو دا عاطفه په خپله د شعر اصلي سرچینه نه ده. عاطفه او بیروني محرکات د یوې وسیلې یا محرک په توګه عمل کوي، چې د شاعر داخلي الهام راژوندی کوي. د شعر اصلي سرچینه د شاعر هغه داخلي تجربه ده، چې د الهام او تخیل په مرسته په ژبه کې شکل اخلي. دا داخلي تجربه د شاعر د شعور او لاشعور ترمنځ یوه اړیکه ده، چې د معنوي او کیفي کیفیتونو په مرسته د شعر په بڼه راڅرګندېږي. د استاد پسرلي د خاطرې یادونه، چې لیکوال ورته اشاره کړې ده، دغه پورته د وهبي او داخلي نظریه نوره هم پیاوړې کوي. استاد پسرلی وايي، چې کله  په عیني واقعاتو کې سرګردانه ګرځېدم، نو دا هر څه ورته زاړه ښکاره شول او د هغه ذهن د بشري فطرت او داخلي تجربو په لټه کې شو. دا ښيي، چې د شعر اصلي محرک د شاعر داخلي تصورات او معنوي کیفیات دي، نه یوازې عیني او حسي تجربې. دا ځکه چې استاد پسرلی ددې خاطرې یوه برخه داسې بیانوي:  بیرته بشري فطرت(داخلي تجربې) په هغو هنري تقاضاوو پسې ګرځیدم، چې ساینس د بطلان کرښه پرې ایستلې ده.

یانې ددې څخه هم دا خبره په ډاګه کیږي، چې د شعر اصلي محرک عیني حوادث نه دي، بلکې د شاعر په دننه کې پراته تصورات دي، چې د وهبي او توهمي پلوه یې استغنا اخیستې او په شعر اوښتلي دي، خو دا پروسه د یوې داخلي او وهبي تجربې پرته بشپړه نه شي پاتې کېدلای، نو ښه دا ده، چې ووایو د شعر سرچشمه تخیل دی، نه عاطفي او عیني محرکات.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...