جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+په ۱۳۶۱ کال زېږون | دوکتور سید اصغر هاشمي

په ۱۳۶۱ کال زېږون | دوکتور سید اصغر هاشمي

بې اختیاره وم چې په مسافرۍ کې پیدا شوم. والدینو د پردي توب احساس درلود، نو ځکه زه هم پردی وم، پردی هېواد، پردۍ خاوره او له پردۍ خاورې څخه جوړ شوی انسان به تل پردی وي. له ځانه پردۍ او له هر انسان د پردي توب انګیزه ډېره پخوانۍ ده.

په جسمي توګه پیدا شوم، خو جسم له نورو جسمونو سره تړاو درلود، چاپیریال په جسم کې حرکت کاوه او تر ننه پورې حرکت کې دی.

موږ انسانان په فزیکي زېږون کې حق نه لرو چې ځان ته کورنۍ، هېواد او حالات غوره کړو، خو په هڅې او اختیار سره به مبارزه کوو او خپلو موخو ته به ځان رسوو.

زه د کورنۍ لومړنی ماشوم وم او د څو کلونو انتظار څخه وروسته پیدا شوم. ټوله کورنۍ راته خوشحاله وه، خو ما ژړلې او فکر کوم چې زه خوښ نه وم، ځکه چې دا نړۍ له ستونزو خالي نه ده او نه پکې خوښي او سکون شته، نو ځکه زه په ماشومتوب کې پوهېدم او د زېږون په لومړۍ ورځې مې فریاد پیل کړ.

د زېږون په وخت کې د ماشوم پیدا کېدل د انسان په راتلونکي ژوند اغېزې لري، راتلونکی یې ټاکي. د افغانستان د نورو ماشومانو په شان په کور کې پیدا شوی سید اصغر هم په ډېرې بې وسۍ او سختو حالاتو کې پیدا شو. بې وسي، یوازیوالی، مهاجرت، له کور او خپلوانو څخه لرې والی، په پردې هېواد کې یوازیوالی او پردیوالی او له شفاخانې لرې په کور کې له پیدا شوي ماشوم سره ستونزې وي.

کله چې پیدا شوم، د پلار لخوا نیا، نیکه، کاکا، عمه ګانې او نور خپلوان مو خوشحاله شول، ځکه چې زما پلار (سید رحمن هاشمي) د کورنۍ مشـر زوی و او د مشر زوی ـ مشـر زوی پیدا کېدلو لپاره خو خوښي تر سره کېږي. زموږ په فرهنګ کې زامنو ته له نجونو څخه ډېره خوښي کوي، لاملونه یې په ټولنیز لاشعور کې را پاتې دود، نجلۍ د بل کور ده، په هغه هېواد کې جنګ او جګړې ته ډېر ارزښت ورکول کېږي، نو نارینه ښه جنګ کولای شي، د پيسو ګټلو ښه وسیله نارینه ګان دي او په لسګونو داسې نور لاملونه یې ښودلای شو چې دا مسایل په درېیمه درجه هېوادونو کې د یادونې وړ موضوعات دي، خو زموږ په کورنۍ کې دې موضوع ته ډېر ارزښت نه ورکول کېده، اساسي لامل یې زموږ د کورنۍ علمي حالات او نړۍ لید وو، خو فکر کوم چې بیا هم نارینه اولاد ته خوشحالېدل، خو دوی له ما څخه پوښتنه نه کوله چې زه هم خوشحاله یم او که نه؟

زما نیکه سید عبدالمنان هاشمي لوی عالم، مفـسر او د افغانستان د دارالمعلمین له لومړنیو فارغانو څخه وو. ډېر دیانت داره او تقوداره انسان و. په هر وخت کې به یې دیني وعظ او نصیحت کاوه او له سترګو به یې اوښکې روانې وې.

د کورنۍ د نورو مشرانو او په ځانګړي توګه د نیکه په وینا یې په غوږ کې راته اذان وکړ. په مسلمانې کورنۍ کې پیدا شوی ماشوم مسلمان وي او د وخت په تېرېدلو خپل تقدیر تر لاسه کوي. د اذان په اورېدلو مو شکر وویسته چې مسلمان یم او په یوې مسلمانې کورنۍ کې پیدا شوی یم، خو دا په دې مانا نه ده چې نورو دینونو او انسانانو ته ارزښت نه ورکوم، هر انسان انسان دی او د ارزښت وړ دی.

مسلمان پیدا شوم، خو ښه مسلمان نه شوم او نه ښه انسان شوم، لامل یې دا دی چې انسانیت او اسلامیت نوک او ورۍ دي او یو له بل سره تړاو لري، دا چې د هر انسان فزیکي او معنوي وجود ډېر پیچلی جوړښت لري او په مجرده توګه یې مطالعه کول ستونزمن کار دی، نو ځکه انسان د چاپیریال، وراثت او په لسګونو داسې نور فکتورونه شته چې د ښه انسان او مسلمان کېدو لامل یې کېږي، نو زه هم د بېلابېلو شرایطو په پام کې نیولو سره انساني او اسلامي ستونزې لرم او هره ورځ کوښښ کوم چې ښه مسلمان او انسان شم او له الله تعالی سره اړیکې جوړې کړم.

 له پیدايښت څخه مخکې مو کورنۍ له یو ډاکتر څخه تداوي کوله او ډېر ښه انسان و. د ډاکتر نوم علي اصغر و، نو ځکه مو کورنۍ راته د سید اصغر نوم غوره کړ.

د ډېرو شیانو په اړه د کوچنیوالي فکر راته په میراث کې را پاتې شو. نړۍ کوچنۍ ده، نو ځکه یې په اړه د کوچنیوالي فکر لرم. د نړۍ حقیقت همدا دی چې وخت یې لږ دی او د تلپاتې ژوند اساس په بلې نړۍ کې دی. انسان ته ښايي لوی فکر ولري او د ژوند په اړه واړه امیدونه ولري. له خاورې څخه پیدا شوی یم، نو ځکه یې د نوم مانا راته (کوچنی) انتخاب کړ.

زه هېڅ یم، نیست یم، خاوره یم، خاوره وم او خاورې به شم، نو ځکه د خاورې هغه ذره یم چې په سترګو نه ښکارم.

د نوم په سر کې (سید) مو د قوم نوم دی چې د سرور کایناتو حضـرت محمد صلی الله علیه وسلم شجرې ته رسېږي، خو د هغه په نقش قدم باندې تګ کې پاتې راغلی یم.

+++

له پیدايښت څخه تر ۱۳۶۶ کاله پورې

هر انسان په بدلون کې دی، نو ځکه زه هم له پیدايښت څخه تر اوسه پورې څو ځل بدل شوم. په فزیکي توګه کوچنی ماشوم وم، خو اوس ۱۰۰ کیلو ګرام وزن لرم او په معنوي توګه کوښښ کوم چې د کوچنیوالي له حالت څخه ووځم او د ځان پېژندنې پړاو ته ورسېږم.

په انسان کې مثبت او منفي بدلون رامنځته کېدای شي او په هر بدلون کې د انسان اراده مهمه ده، خو د الله تعالی له پيرزوینې پرته هېڅ تر سره کېدای نه شي. په هرې اختیاري کړنې کې د الله تعالی اختیار وي او ما ته هر اختیار الله تعالی راکړی و. که زه هر څومره د اختیار خاوند شم، خو په عین وخت کې زما اختیار د الله تعالی په اختیار کې دی. همدارنګه که د بېلابېلو جبرونو په داېره کې وخت تېر شوی دی، هغه هم د الله تعالی په ارادې تر سره شوی دی او زه ورته خوښ یم.

په حال کې ټولې هغه ستونزې چې له ماضي څخه په میراث کې را پاتې وې، هغه رواني جبر وو چې تر ننه یې له ستونزو سره مخامخ کړی یم. ټولې ټولنیزې ستونزې د ټولنیز جبر هغه فکتور دی چې زموږ څخه یې عقل واخیست او پوهه یې راکړه. په ژینيټیکي لحاظ ټول هغه رواني حالت چې په انسان باندې تپل کېږي او انسان پکې اختیار نه لري، یوازې او یوازې د تقدیر برخه ده چې موږ ورسره مخامخ یو او ژوند تېروو.

له ۱۳۶۱ څخه تر ۱۳۶۶ کاله پورې د ماشومتوب دوره وه، زه په ۴۲ کلنۍ کې د لويئ مرتبې ته ونه رسېدم او اوسنۍ کړنې مو هم د پختګۍ حالاتو ته رسېدلې نه دي.

د ځینو ستونزو له امله د مور له شیدو څخه محروم ماشوم له ځینو محرومیتونو سره مخامخ وي. د مور شیدې د ماشوم ذهن، روان او جسم ته ګټه رسوي، خو د تقدیر فیصله داسې وه چې له هغې هم محروم شوم. له والدینو څخه غوښتنه کوم چې خپلو اولادنو ته د حق مطابق یې شیدې ورکړي، خو که په استثنايي توګه کومه ستونزه وي، بیا باک نه کوي.

تر شپږ کلنۍ پورې په ایران کې اوسېدم. د ماشوماتوب د وخت ډېرې صحنی مو د ذهن په تصوراتو کې شته او کله کله چې خپلې مور ته د ایران د وخت کیسې کوم، هغه راته وايي: (ته په هغه وخت کې ډېر وړوکی وې، خو اکثره حالات او واقعیې دې په یاد دي.) زه نه پوهېږم چې د دې علت به څه وي، خو زه فکر کوم چې دغه ځانګړنه به له ډېرو انسانانو څخه استثنايي ځانګړنه وي چې زه ورسره مخامخ شوی یم.

موږ په یو زوړ کور کې اوسېدو، دیوالونه او کوټې یې خامې وې، د کور شاته یوه خامه کنډواله وه، دېوالونه یې چپه شوي وو او ځینې دیوالونه یې ولاړ وو. کله چې به مازیګر زما کشر کاکا (سید محمود) له کار څخه راغی، بایسکل به یې د دیوال غاړې ته ودراوه، ما به منډه کړه او ژر به یې غیږ ته ورسېدم، هغه به هوا ته جګ واچولم، وروسته به یې له لاس څخه ونیولم او حرکت به مو وکړ.

ډېر وړوکی ماشوم وم چې په کار کولو مو پیل وکړ، په کور کې مو قالینې اوبدلې، ما هم په قالینو اوبدلو پیل وکړ. د قالینونو ګلان به د کور مشـرانو ډکول او ځمکه یې موږ ته پرېښوده او موږ به پکې کار کاوه.

د انقلابونو له امله په میلونونو کورنۍ له داسې ستونزو سره مخامخ شول، ترڅو په خپلو ماشومانو باندې شاقه کارونه وکړي، خو موږ له دې ډول کارونو څخه خلاص وو، خو بیا هم له خپل هېواد څخه بل هېواد ته مسافر کېدل یوه لویه ستونزه ده چې د نړۍ انسانان ورسره مخامخ دي او په ځانګړي توګه د افغانانو تجربه په دې برخه کې ډېره ترخه ده.

انقلابونو غمونه وزېږول، ناورینونه یې را منځته کړل، د انسانانو هویت یې ته یې زیان ورساوه، له فرهنګي ټکرونو سره مخامخ شول او دین او دنیا ته یې زیان ورسېده. په دغو انقلابونو کې خارجې هېوادونو لاس درلود او له بېلابېلو لارو یې ځان خپلو موخو ته ورساوه، خو ستونزې یې د افغانستان نسلونو ته ورسېدې او په سلګونو کلونو وخت ته اړتیا لیدل کېږي چې زموږ فرهنګ، ټولنه او انسانان یې جبران کړي. په موږ باندې جنګ وتپل شو، موږ جنګ باندې واړول شو، زموږ په ذهن او ټولنې باندې کار وشو چې ډېر څه له لاسه ورکړو او مقابل لوری ډېر څه تر لاسه کړي.

+++

په ایران کې به کله کله زما کاکا په اینه کې خپل ويښتان جوړول، ښه ډېر ويښتان یې درلودل، خو زما نیکه (سید عبدالمنان) به ورته په قهر وویل: (ما تا ته نه دي ویلي چې ويښتان دې کم کړه.)

کله کله به د کاکا او د نیکه تر منځ د خولې بحث کېده او د کورنیو تر منځ دغه اختلافات په درېیمه درجه هېوادونو کې ډېر لیدل کېږي. دغه ډول موضوعات په اولادونو باندې جبر کېږي او بیا همدا ماشومان چې لویان شي، په نورو باندې جبر کوي او دغه سلسله له ادمه تر دې دمه روانه ده.

+++

یوه ورځ د همدې کاکا او د نیکه تر منځ مې جنګ وشو، ما د خپل کاکا پلوی کاوه، علت یې دا وو چې زما سره یې ډېره مینه کوله، نیکه مو هم ډېر ښه او تقواداره انسان و، خو د کاکا مینه مو نه هېرېدونکې وه، نو ځکه د کاکا پلوی وم او اکثره خبرې یې اوس هم زما په ذهن کې انګازې کوي.

+++

زموږ د پلار کاکا په (قوماندان کاکا) باندې مشهور وو، یوه شپه یې په کور باندې غله راغله، وروسته له هغې یې په کور کې اوږده اوږده لرګي پیدا کړل او په څوکو کې یې ورته چاقوګان وتړل، د چاقوګانو د لاستو رنګ زیربخن وو او د کور په یو کونج کې یې ایښي وو.

د پورته خبرو د یادولو یو علت دا وو چې د انسان په ذهن باندې ماضي حاکمیت کوي، له ماضي څخه ورته ډېرې حادثې په میراث کې پاتې کېږي، همدا یې علت دی چې نن د اکثرو انسانانو په شعوري کړنو باندې لاشعور پاچاهي کوي، لاشعور یې په کړنو باندې فرمان چلوي او ویلای شو چې انسان په یو نه یو ډول د رواني جبر تابع دی. د لاشعور سره اړیکه له څلويښت کلنۍ څخه وروسته په ښه توګه برقرارېږي، له همدې امله د اکثره ښه داستان لیکوونکو پر پنځونو د ماضي اغېزې وي او کولای شي چې د ماشومتوب هغه حالات چې په انسان باندې تېر شوي دي او اوس یې هېر دي، کله کله یې ذهن ته په غیر ارادي توګه او یا د ځینو شیانو د تداعي او د حواسو د ځواک او فعالیت له امله د انسان ذهن ته راځي.

د تېر ارمان کول په یو نه یو ډول د ماشومتوب له حالاتو سره اړیکه لري. که چېرې د یو انسان ماشومتوب ډېر ښه تېر شوی وي، نو څرګنده خبره ده چې په حال کې د ناسمو حالاتو له امله د ماضي او ماشومتوب ارمان کوي، که په ماشومتوب او ماضي کې له ډېرو سختو سره مخامخ شوی وي، بیا هم انسان ارمان کوي چې کاش له دې ډول بدو حادثو سره مخامخ شوی نه وای. د ماشومتوب ښې او بدې واقعې د انسان په روان کې د ذخیره شویو مسایلو په توګه پراته وي او انسان ورڅخه خپل افکار او نظریات ترتیبوي او له حال سره د ماضي اړیکه قایمېږي.

د هغو خلکو د ماشومتوب حالات په دقیق ډول په یاد وي چې حساس او نازک مزاج لري. د دوی په ذهن باندې د ماشومتوب ژورې اغېزې وي، دغه ډول ماشومان په خپل وخت کې د خپل چاپیریال پېښو، خبرو او حالاتو ته ډېر متوجې وي. دا هم امکان لري چې ځینې ماشومان قوي حافظه ولري او دغه ډول ماشومان کولای شي چې د ماشومتوب پېښېدونکي جزیات په یاد ولري. په عاطفي توګه داسې هم کېدای شي چې د ماشومتوب ځینې مثبتې او منفي کړنې په ذهن کې داسې را پاتې شي چې په کلونو کلونو د انسان په ذهن کې موجود وي. په ځینو ځایونو کې ویل کېږي چې ځینې انسانان درون ګرا او ځینې بیا بیرون ګرا وي، هغه چې درون ګرا وي، د ماشومتوب حالات یې په ذهن کې تر ډېره پاتې کېږي او داسې خلک د احساساتي فکر خاوند وي او د تفکر ځواک یې پیاوړی وي. داسې هم کېدای شي چې ځینې انسانان د ماشومتوب خبرې او حادثې په ذهن کې د تکرار په توګه بیا بیا تکرار کړي، نو پرې تېرې شوې پېښې یې په ذهن کې را پاتې کېږي او کلونه وروسته د ځینو سوژو او افکارو په انتقال کې ترې ګټه اخلي.

په ماشومتوب کې ما خاوره خوړله، نن هم د خاورې او خټې بوی راباندې ښه لږیږي او کوښښ کوم چې له خاورې پیدا انسان باندې خپله خاوره ګرانه وي او د خپلې خاورې د خلکو خدمت وکړي.

د خاورې د خوړلو لاملونه ډېر کېدای شي چې دغه ستونزه مور ته د کاملې غذا د نه رسېدو په صورت کې له پیدايښت څخه وروسته د ماشوم په بدن کې ځینې مواد کم وي، نو ځکه کله کله دغه ډول ستونزې پیدا کېږي، همدارنګه د رواني ستونزو پر اساس هم دغه ستونزه پیدا کېدای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب