چهارشنبه, اکتوبر 22, 2025
Home+د مچانو جګړه / شاه زلمی‎

د مچانو جګړه / شاه زلمی‎

هټیوال د المارۍ ښیښه پاکوله. ناڅاپه یې لاس په بوتلونو ولګېد؛ یو بوتل ترې خطا شو.

ترنګ!
پر ځمکه ولوېد او ټوټې ټوټې شو. ګبین ورو ورو پر غولي وبهېدل، خوږ بوی یې د هوا له څپو سره ګډ شو.
بوی نه و، د خبرتیا زنګ و. لکه چا چې بلنه ورلېږلې وي، بنګه بنګه له هر لوري مچان راوالوتل.
یو مچ د ماتې ښیښې پر څنډه کېناست او په مغروره لهجه یې وویل:
— دا زما برخه ده، زه تر ټولو مخکې راغلی یم!
بل ځواب ورکړ:
— زما ټوله کورنۍ په همدې هټۍ کې کار کوي، نو دا زموږ کورنۍ ملکیت دی.
له لرې غږ راغی:
— زما کوچنیان وږي دي، که ګبین ورنه کړم، مري.
غټ مچ پرې دوره ووهله، وړه څکه یې وکړه او په خوند یې وویل:
— اممم! دا خو شاهي ګبین دی! زه د پاچا استازی یم، باید ژر یې انتقال کړم.
وړوکی مچ وخندل او په ملنډو یې ووې:
— ډاکټر ویلي که غواړې ژوندی پاتې شې، باید یوازې ګبین وخورې. همدا مې دوا ده.
د ډېرو منځ کې ولاړ مچ په غوسه شو:
— که ما ته ونه سپارل شي، په زور به یې واخلم!
ځینو وړاندیز وکړ:
— راځئ، مشران وټاکو؛ پرېکړه دې هغوی وکړي.
نورو غږ کړ:
— مشران څه کوئ؟ دا ځای موږ موندلی، موږ یې مستحق یو!
ځوږ او نارې زیاتې شوې :
“موږ ډېر یو!”
“موږ پیاوړي یو!”
“موږ مخکې وو!”
“موږ حق لرو!”
په همدې کې یو مچ له حوصلې ووت، چیغه یې کړه:
— چــــــــور!
ګډوډي خپره شوه. ټول پر ګبین لکه باد راوړي شګې ورخوشي شول. ټېل ماټېل او جګړه پیل شوه. په څو شیبو کې ګبین ورک شول، مچان ځینې د ځینو لاندې، ځینې د ځینو پر سینو کیناستل. وزرونه، ښکرونه او پښې یې سره ونښتې.
هټیوال چې دا حالت ولیده، له غوسې یې ریبز (جارو) ته لاس کړ، شڼ ګوزار یې وکړ ، مړه مچان یې خځلدانۍ ته وغورځول.
نېته: ٢٠٢٥ د اګست ١٠مه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...