چهارشنبه, اکتوبر 22, 2025
Home+د اګست یوولسمه؛ دبلوچستان د ازادۍ ورځ/غلام جیلاني ځواک  

د اګست یوولسمه؛ دبلوچستان د ازادۍ ورځ/غلام جیلاني ځواک  

له یوې خوا د دویمې نړیوالې جګړې ستړتیا او زیانونه او له بلی خوا د  مهاتما ګاندهي، جواهر لال نهرو په مشرۍ د هندوستان نشنل کانګریس او  پښتونخوا کې د فخر افغان خان عبدالغفار خان، خان عبدالصمد خان په مشرۍ،  متحده هندوستان کې د هندوستان د ازادۍ لپاره د مبارزو شدت لامل شو چې بالاخره انګریزان تصمیم ونیسي هندوستان خوشي کړي.

خو په سیمه کې نوي بدلونونو او بیا په ځانګړي توګه روسیه کې بلشویکي انقلاب انګریزان دې ته وهڅول چې په سیمه کې د کمونیزم د لا پرمختګ د مخنیوی په خاطر انګریزان باید دلته د هند له ازادۍ وروسته هم په یو رنګ سیاسی او استخباراتي حضور ولري، افغانستان ممکن نه وو او د کانګریس هندوستان هم ممکن نه وو، نو باید د انګلیس او په ټوله کې د غربی استعمار د ګټو ساتلو په خاطر باید یوه نوې جغرافیه د انګلیسی استعمار د ګټو د خوندیتوب په هدف تخلیق شي، او هغه جغرافیه پاکستان دی.

د سنده نومیالی ناسیونالست رهبر ښاغلی جي ایم سید  مشرق ورځپاڼې سره یوه مرکه کې وایی، له دویمې نړیوالې جګړې نه وروسته چرچل زما په ګډون یو شمیر مسلمان مشران له هنده ځان ته وغوښتل او هغوی یې و هڅول چې د هندوستان د آزادۍ په صورت کې د هند مسلمانان باید ځان ته بیل هیواد وغواړي.

په دې اړه اوس ډیر زیات اسناد، شواهد او لیکنې وجود لري خو کفایت کوي یواځې د خان عبدالولي خان کتاب «رښتیا رښتیا دي» ولولئ او په دې پوه شئ چې په ظرف د درې څلورو کلونو  انګریزانو په څومره شیطاني بڼه وکولای شول  هندوستان کې د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ دومره کرکه او نفرت وزیږوي چې پخپله د هند نشنل ګانګرس د مذهب په اساس د هندوستان ویش ته غاړه کیږدي.

د هندوستان دنشنل کانګریس ګوند، ال انډیا مسلم لیګ ګوند او د هند د وایسرای مونټ بیټن ترمنځ له اوږدو او ستړې کوونکو خبرو اترو ورسته ټولې خواوې د هند د ویش په قانون توافق ته ورسیدل. د دې قانون په اساس هندو ګڼ میشتې سیمې به هندوستان او مسلمان ګن میشتې سیمې به پاکستان سره یو ځای کیږی، البته د دې قانون اطلاق په هندوستان  کیده، خو دلته د انګریزانو حاکمیت لاندې یو شمیر مستقل ایالتونه  هم وو، لکه کشمیر، قلات، دکن حیدراباد، سوات او نور  ….، چې د princely states   په نامه یادیدل، د هند د ویش په قانون کې د دې ایالتونو حاکمانو ته اختیار ورکړل شوی وو چې هند او یا پاکستان سره الحاق وکړي، همدې لانجه من قانون نه دکشمیر لانجه وزیږیده چې تراوسه د هند او پاکستان د دښمنۍ اصلی لامل ګنل کیږي.

خو برعکس د بلوچستان په اړه تصمیم ونیول شو چې بلوچستان د یو خودمختار او مستقل هیواد په توګه په رسمیت وپیژندل شي.

د ۱۹۴۷ کال د اګست په ۴مه نیټه د هند وایسرای مونټ بیټن د کلات خان احمد یار خان، او د ال انډیا مسلم لیګ ګوند مشر مستر محمد علی جناج سره ولیدل، د اګست په ۱۱مه نیټه اعلان وشو چې پاکستان، بلوچستان د یو ازاد او خود مختاره هیواد په توګه په رسمیت پیژني، خو لازمه ده د دفاع او بهرنیو اړیکو په اړه د دواړو اړخونو ترمنځ نورې خبرې هم وشي چې دا کار به ډیر ژر په کراچۍ کې صورت ومومي.

د بلوچستان دا زادۍ خبر به نړیوالو مطبوعاتو او د هغې له جملې واشتنګتن پوست کې هم نشر شو.

د اګست په دیارلسمه د کلات خان د بلوچستان دازادۍ اعلان د کلات په ښار کې په شاندارو مراسمو و لمانځو او په جوماتونو کې د جمعې خطبه د کلات خان په نوم ولوستل شوه.

خو د دې خپلواکۍ عمر ډیر کم و، اته میاشتې وروسته یانې ۱۹۴۸ کال د مارچ په اتمه نیټه د پاکستان پوځ بې له هیڅ دلیله (او حتماً د انګریزانو په موافقه) په بلوچستان برید وکړ او پاکستان سره یې ګډ کړ. او له همدې نیټې وروسته د خپل استقلال، ملی هویت او ازادۍ لپاره د بلوچ ولسونو مبارزه پیل شوې چې تر اوسه ادامه لري، او تر هغې به ادامه لري چې بلوچستان کې بنجابی نیواک پای ته نه وی رسیدلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...