Homeخبرونهد پاکستان د اطلاعاتو وزیر د پاکستان پر څو ښارونو د ډرون...

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر د پاکستان پر څو ښارونو د ډرون الوتکو بریدونه تایید کړل

تاند (جمعه، د کب/ حوت 8 li( د ملي دفاع وزارت هوايي ځواکونو نن غرمه شاوخوا یولس بجې په اسلام اباد کې فیض اباد ښار ته نژدې نظامي کمپ، نوښار کې د پوځ کینټ، جمرود پوځي کالوني، او ایبټ اباد کې هوايي بریدونه وکړل.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ په نوښار، ایبټ اباد او صوابۍ کې د ډرون بریدونه تایید کړل.

تارړ په عین حال کې ویلي چې دا بریدونه فتنه الخوارج ګړي چې د پاکستان پوځ ټي ټي پي ته دا نوم کاروي.

ده همداراز ویلي چې د بې پېلوټه الوتکو بریدونه یې شنډ کړي او هغه یې غورځولي دي.

خو ډان ورځپاڼه وايي چې په دې بریدونو کې یوه ماشومه په صوابۍ کې وژل شوې او یو شمېر نورې ټپیانې شوې دي.

ډان پر پوځي مرکزونو د بریدونو د مرګ ژوبلو یادونه نه ده کړې.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې دا بریدونه یې پر کابل د پاکستان د تیرې شپې د هوايي برید په ځواب کې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مشهوره هندۍ سندرغاړې اشا بهوسلې مړه شوه

تاند (یکشنبه د وري – حمل ۲۳مه) هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد مشهوره سندرغاړې اشا بهوسلې نن د یکشنبې په ماسپښین...