Homeخبرونهبلوڅ بېلتونپالو د پاکستان پر وړاندې د افغانستان ملاتړ اعلان کړ

بلوڅ بېلتونپالو د پاکستان پر وړاندې د افغانستان ملاتړ اعلان کړ

تاند (جمعه د کب – حوت ۸مه) ‏د بلوڅو ازادي غوښتونکي تحریک مشر، حیربیار مري، پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه په کلکه غندلي او ویلي یې دي چې بلوڅان په دې سختو شرایطو کې د افغان ولس بشپړ ملاتړ کوي.

نوموړي پاکستان یو “مصنوعي دولت” وباله چې د انګرېزانو له خوا جوړ شوی او یواځې د پنجاب ګټې ساتي.

مري نیوکه وکړه چې پاکستان د ۲۰۲۶ کال د فبروري په ۲۲مه (د روژې په پنځمه) پر افغانستان بریدونه وکړل، خو کله چې افغانان غبرګون ښيي، نو بیا ترې د “اسلامیت” پوښتنه کېږي.

هغه هغو پاکستاني سیاستوالو ته چې افغانان غیر مسلمان بولي، په اشارې سره وویل چې دوی باید هېر نه کړي چې پنجابیانو ته چا اسلام ورساوه.

هغه پنجاب د تېرو ۸۰۰ کلونو راهیسې د “اشغالګرو خدمتګار” وباله.

د بلوڅو ازادي غوښتونکي تحریک مشر وویل چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او حق لري له هندوستان یا بل هر هېواد سره اړیکې ولري.

د هغه په وینا د پاکستان دا ادعا چې ګواکې افغانان د هند نیابتي (پروکسي) دي، د منلو وړ نه ده.

نوموړي د پاکستان پوځ د زرګونه بلوڅو او پښتنو په “خپلسري وژنو” تورن کړ او ویې ویل چې دغه پوځ یوازې د پنجاب د ګټو ساتونکی دی.

مري د پاکستان پر اقتصاد هم ملنډې وهلې او ویې ویل چې دا هېواد د نړۍ په کچه په “نړیوال سوالګر” مشهور دی چې تل یې د پردیو ګټو ته خدمت کړی دی.

هغه ټینګار وکړ چې بلوڅان او افغانان د پیړیو راهیسې د “هر موسم ملګري” پاتې شوي او تل یې د یو بل دفاع کړې ده.

نوموړي زیاته کړه چې دا ملګرتیا لا هم پر خپل ځای ده او بلوڅان به د افغانانو پر وړاندې د پاکستاني پوځ تېری بې ځوابه پرې نه ږدي.

دا ملاتړ داسې مهال اعلانېږي چې، تازه د افغانستان دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، په اسلام او د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې یې ۵ نظامي مرکزونه په نښه کړي او درنه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مشهوره هندۍ سندرغاړې اشا بهوسلې مړه شوه

تاند (یکشنبه د وري – حمل ۲۳مه) هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد مشهوره سندرغاړې اشا بهوسلې نن د یکشنبې په ماسپښین...