تاند (جمعه د کب – حوت ۸مه) چین له افغانستان او پاکستان دواړو غوښتي چې، خپلمنځي شخړې د خبرو اترو له لارې حل کړي.
چین ټینګار کړی چې د دوښمنۍ پای ته رسول د دواړو هېوادونو د خلکو په ګټه دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان او پاکستان پر پوله د زیاتېدونکې ترینګلتیا په اړه “ژوره اندېښنه” لري او له دواړو هېوادونو غواړي چې خپل اختلافات او شخړې د مذاکراتو له لارې حل کړي.
یاد وزارت زیاته کړې، چین د خپلو دیپلوماتیکو سرچینو له لارې د منځګړیتوب هڅه کوي او د تاوتریخوالي د کمولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره رغنده رول لوبولو ته چمتو دی.
دفاع وزارت: اسلام اباد کې مو پر پنځو پوځي مرکزونو هوايي بریدونه کړي
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ ویلي دا هم ویلي، چې د دوښمنۍ پای ته رسول “د دواړو هېوادونو او د هغوی د ولسونو په بنسټیزه ګټه کې دي او د سیمې د سولې او ثبات په ټینګښت کې به مرسته وکړي”.
تر دې وړاندې روسیې ویلي چې، که افغانستان او پاکستان وغواړي دوی منځګړتوب ته چمتو دي.
د دواړو لوریو تر منځ وروستۍ نښتې هغه مهال پیل شوې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر پاکستاني پوځ د تېرې اوونۍ د بریدونو په ځواب کې غچ اخيستونکي بریدونه وکړل.
له دې وروسته پاکستان د پلازمېنې کابل په ګډون ځينې ولایتونه په نښه کړل.
دواړه لوري يو بل ته د درنې مرګژوبلې اړولو ادعا کوي خو لا هم د سر زيان کره شمېر معلوم نه دی.