د غره له هغې ور پورې دنګې څوکې نه د قمري دکو کو کو زړه راښکونکی آواز را روان ؤ. ږیرور ځوان پښه نیولی شو. د کوکوکو غږ خوږ پرې ولګېده. خپل ماشومتوب یې ور یاد شو چې مور به یې پر ټټرګي پستې ګوتې کېښودې تخ تخ و به یې تخناوه، بیا به یې په غوږ کې کوکوکو ورته وویل او ده به کټ کټ وخندل. په غره کې ګرځېدونکي ږېرور ځوان سوړ اسویلی و ایست، له ځانه سره یې وویل: ماشومتوب پاچهي ده، آزادي ده، قربان یې شم، ارمان چې سړی ټول عمر ماشوم وای.
ځوان بیا د غره په لمن کې اخوا دې خوا لټون پیل کړ. یو نا آشنا بوټی یې لټاوه، د بوټي پاڼو ته یې د خپل تور پټکي له لاندېنۍ شملې ځولۍ جوړه کړې وه چې د بوټي پاڼې په کې را ټولې کړي. کوم طبیب د همدې بوټي صفت ورته کړی ؤ. ورته ویلي یې وو چې ددې بوټي پاڼې وچې شي بیا وایشول شي او غړپ شي د زړه مرض ته ټک و پتری دي. د ځوان مور د زړه رنځ لاره. مور ته یې دا رنځ هغه وخت پیدا شوی ؤ چې روسانو یې خاوند په نیمه شپه ژوندی له کوره ایستلی او بیا یې تر ننه پته نه وه لګیدلې. هغه مهال زمونږ د همدې داستان ږیرور ځوان داسې یې وبولئ چې تنکی زلمکی ؤ. د دوی کورنۍ له دې پېښې وروسته مهاجره شوې وه او د مهاجرت په خېمو کې اوسېدل. د داستان ځوان په ماشومتوب کې یو ځل له خپل پلار سره د کلي په لویه هدیره کې ګرځېده. دوی دواړه د کنډو پر سر لویې هدیرې ته د ده دپلار د پلار یعنې د خپل نیکه قبر ته هم ورغلي وو. پلار یې د نیکه قبر ور ښودلی او ورته ویلي یې وو: دا زما د پلار او ستا د نیکه قبر دی. نیکه دې له انګرېزانو سره په غزا کې شهید شوی. د ماشوم په سترګو کې اوښکې راغلې وې. له خپل پلار سره یې یو ځای لاسونه لپه کړي، خپل نیکه او ټولې هدیرې ته یې د بښنې دعاوې کړې وې. پلار او زوی د وطن د خپلواکۍ د شهید د قبر تر څنګ و درېدلې وو، په دعاوو کې یې له خپل خالق سره د خپل وطن د ښېرازۍ او خپلواکۍ د ساتنې ژمنه هم کړې وه.
ځوان په لوی غره کې په نا آشنا بوټي پسې اخوا دې خوا آزاد ګرځېده. د غره په یوه پرښه کې یې هماغه بوټی پیدا کړ. په شونډو کې موسک شو، د بوټي په ټولولو یې پیل وکړ. د پټکي له شملې نه جوړه شوې ځولۍ یې د بوټي له پاڼو ډکه کړه. پرښې ته يې ډډه ووهله او پاس شینکي آسمان ته یې سترګې پورته کړې. د غره له دنګو څوکو را الوتونکې یخې وږمې یې زړه ته تېرې کړې. یاقربان یې کړ په لوړ غږ یې سر په سر څو لوغړنې ټپې وویلې. له خپلو ټپو نه یې خوندواخیست. په یوه ټپه پسې یې وروستې غاړه را واخیسته. لا یې سر ته نه وه رسولې چې د څرخی چورلکو آوازونه یې په غو ږ شول. د چورلکو آوازونو د ټپې ترنم ور خراب کړ. د ځوان د ټپې غاړه په نیمايي کې پاتې شوه. ځوان په څرخي چورلکو پسې اخوا دې خوا سترګې ګرځولې. چورلکې ورو ورو را ټيټېدې را ټېټېدې آخر د غره په هماغه لمنه کې کیناستې چې ږیرور ځوان په کې د زړه د رنځ د بوټي پاڼې را ټولولې. له چورلکو نه امریکايي عسکر په بیړه را کوز ېدل. دوی درانه پیټي شاته اچولي وو. ماشینګڼې او مخابرې هم ورسره وې. په یوه منډه شاو خوا خواره شول. یوه ډله عسکر د ږیرور ځوان خواته را ورسېدل . ځوان په شونډو کې غلې د شهادت کلمه تېروله. عسکرو د ماشنیګڼو شپېلۍ د ځوان خواته ونیولې. ځوان یې په ژبه نه پوهېده. د پټکي په ځولۍ کې د زړه د رنځ پاڼې یې ور و ښودلې. عسکرو د هغه ږیرې ته اشاره وکړه او طالب طالب یې وویل. بیا یې د اسامه بن لادن نوم واخیست. ږیرور ځوان سر د نه په ډول و ښوراوه. یو څو عسکرو د ماشینګڼو ګېټونه په خرپ کش کړل، ځوان یې په نښه کړ. ځوان هماغسې د شهادت کلیمه له ځان سره غلې ویله. عسکرو د ځوان له سره پټکی و غورځاوه، د پټکي له ځولۍ نه یې د زړه درنځ پاڼې هم تویې شوې. یوه عسکر پټکی را واخیست او د ځوان لاسونه یې پرې وتړل. د شا له خوا یې د ماشینګڼ په کونداغ وواهه او دوه درې ګامه یې مخکې و تمباوه. په وهلو او تمبولو یې تر چورلکو را ورساوه. چورلکې ته یې ور و خېژاوه. دننه په چورلکه کې یې خپل کلیوال ولیدل. د ځوانانو تر څنګ یو څو تنه سپین ږيري او یو څو تنکي زلمکي هم وو. ځوان له خپلو کلیوالو سره په چورلکه کې ناست ؤ. د یوه سپین ږیري مخ او ږیره په وینو سره وو. ځوان پوښتنه ترې وکړه. د سپین ږیري په سترګو کې اوښکې راغلې او په خوله یې لاس کېښود. د ځوان تر څنګ ولاړ عسکر ځوان خولې ته د ماشینګڼ په کونداغ وواهه. د ځوان خوله له وینو ډکه شوه. تنکیو زلمکیو له ځانونو سره غلي وژړل. د بندیانو زړونه په چورلکه کې په تنګ وو. چورلکې تر ډېره ناستې وې. عسکرو په خپلو کې سره ویل چې لا عملیات نه دي بشپړ شوي.
کلي ته خبر راغی چې غره ته د زړه د رنځ په پاڼو پسې راغلی ځوان یې هم لاس تړلی چورلکې ته وخېژاوه. مازیګر مهال چورلکې آسمان ته پورته شوې. بیا ورو ، ورو او په ناز ناز د ځوان او نورو بندیانو د کلي پر سر ټيټې راغلې. د کلي د هدیرې خواته یوه جنازه هم روانه وه چې د چورلکو د څرخونو سیوري د جنازې د کټ د پاسه تاوېدل. په جنازه پسې ډېر خلک ښځې او نارینه روان وو. یوې ځوانې پېغلې سخت ویر کاوه، ویل یې چې ورور مې سهار لمانځه مهال د زړه د رنځ په پاڼو پسې غره ته تللی ؤ …. د جملې د خبر برخه د مور مړې پېغلې په ژړا کې ورکه شوه.
۲۹ اسد ۱۳۹۲ کابل افغانستان