جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد خپل نیکه هم نومی پخوانی افغان شهزاده ومړ

د خپل نیکه هم نومی پخوانی افغان شهزاده ومړ

تاند:( دوشنبه، د حمل ۱۵ مه) ‏‏د افغانستان د وروستي پاچا محمد ظاهر شاه کورنۍ د خپل یوه شهزاده محمد نادر ظاهر د مړينې خبر ورکړی.

د نوموړي د کورنۍ غړي مصطفی ظاهر ويلي، چې محمد نادر ظاهر په ایټالیا کې مړ شوی او سبا به هملته خاورو ته وسپارل شي.

د محمد نادر ظاهر په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي، خو ويل کيږي چې د شاهي کورنۍ د ډېرو نورو غړو په شان سیاست ته لېواله نه و.

پر دغه شهزاده د افغانستان وروستي پاچا محمد ظاهر شاه د خپل پلار ( محمد نادر) نوم ايښی و.

محمد نادر خان د خپلې پاچاهۍ پر مهال د ارګ په دلکشا ماڼۍ کې د عبدالخالق په نوم د یوه هزاره ځوان په لاس وژل شوی و، چې وروسته یې زلمی زوی محمد ظاهر د واک پر ګدۍ کینول شو.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، د افغانستان د خلکو د يووالي ګوند مشر حاجي محقق او یو شمېر سياستوالو له شاهي کورنۍ سره د نادر ظاهر په مړینه غمرازي ښودلې ده.

1 COMMENT

  1. ځینی کسان د خپل کور څخه بهر ( د خپلو افکارو د فضاء څخه بهر ) د امنیت احساس نلری خو ځینو کسانو د مرمۍ ضد سدرۍ اغوستې او په هر اور او سمندر کی ور ګډېدای سی .
    ځینی کسانو په عمومی حمام کی پوستین پر اوږو اچولئ دئ او د حیاء احساس کوی خو ځینی کسان بیا په عمومی حمام کی د یوه عادی لُنګ تړل کافی بللی دی.
    په هره توګه؛
    د امریکا په ټوله وچه کی یو پاچهی سیسټم هم شتون نلری.
    په اروپا کی دوولس مشروطه شاهی دولتونه شتون لری.
    په آسیا کی ۸ یا ۹ شاهی سیسټمونه حاکم دی چی پنځوس کلونه مخکی افغانستان او ایران هم د شاهی سیسټم درلوونکی وه.
    امّا
    سل، دوه سوه، لس سوه او شل سوه او زرګونه کلونه مخکی په بشری ټولنه کی شاه او شاهی سیسټم یوه عادی او حتی اړینه او ضروری مسئله وه.
    خبره می دا ده چی:
    د هیڅ تاریخی بهیر په لمنه کی د هیڅ شاهی کورنۍ د نادر خان او ظاهرشاه غوندی لټان او شارلټان او د تاریخ او جغرافیا او وولس څخه لیری شهزاده ګان نه دی تر سترګو سوی.
    د اروپائی شاهانو د کورنۍ غړی د ګُره زامن د لوړو زده کړو شوقیان دی او د هر یوه ئې لږ تر لږه درې اروپائی ژبی زده دی او د محدودی عیاشۍ تر څنګ د کتابخانې شوقیان هم دی.
    خو زموږ د سلو وروستیو کلونو شهزاده ګان د خړی زامن یا په بله ژبه د خرې زامن د هر څخه بېګانه لوی او بېګانه ورک سوی دی.
    داسی ښکاری چی زموږ په ارګ کی یوه جادوئی ژوندۍ تابلو ( د فری ماسونری ) د پلانونو مهالویش ځوړند ؤ او هغوی ( شاه او شهزاده ګانو ته ) دا تابلو یوه ” تابو ” برېښېده او د خپل راتلونکی سرنوشت تصویر ئې پدې تابوئی تابلو کی لیدئ نو ځکه ئې په ارګ کی د یو نازولی میلمه پتوګه ژوند غوره کړئ ؤ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب