جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهله کابل او پېښور وروسته، د بلخ علماوو هم د نجونو د...

له کابل او پېښور وروسته، د بلخ علماوو هم د نجونو د ښوونځيو د پرانيستلو غوښتنه وکړه

تاند:(دوشنبه، د حمل ۱۵ مه) ‏‏په کابل او پېښور کې د دیني علماوو له غونډو وروسته، په بلخ کې هم لسګونو دیني عالمانو له طالبانو وغوښتل چې له شپږم ټولګي پورته د افغان نجونو تړلي ښوونځي بېرته پرانیزي.

د مزار شریف د ابوذرغفاري دارالعلوم مشر محبوب الحق مخدوم زاده وویل، دوی ځکه له ممبره د نجونو د تعلیم غږ اوچتوي چې په خبره یې اسلام دا حق نجونو ته ورکړی دی.

ده وویل، په غونډه کې له طالبانو غوښتل شوي چې ژر تر ژره د نجونو د جامو (یونیفورم) طرحه نهایي او د ښونځیو د بیا پرانستې اعلان وکړي.

له دې څخه مخکې په کابل کې د شیح‌الحدیث محمد نور ابراهیمي په مشرۍ لسګونه دیني عالمانو هم له طالبانو ورته غوښتنه کړې وه.

نوموړي ويلي و چې که د نجونو ښوونځي له هلکانو سره په جلا وخت، د حجاب په مراعت سره وي نو دا هيڅکله له اسلامي شريعت سره په ټکر کې نه ده.

په پېښور کې هم تېره اونۍ لسګونه دیني عالمانو له طالبانو ورته غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې طالب مشران د یادو ښوونځيو د تړلو له امله له سختو نيوکو سره مخامخ دي.

ډېری طالب مشران تورنیږي، چې په پاکستان، قطر او نورو هېوادونو کې ېې لوڼې مختلف عصري علوم زده کوي، خو دوی په هېواد کې دننه لږ تر لږه ښوونځیو ته هم نجونې نه پریږدي.

د طالبانو ډېر معتدل مشران د نجونو د ښوونځیو د پرانیستل کېدو غوښتونکي دي. پرون د پوهنې وزارت یوه چارواکي هیله څرګنده کړه چې د طالبانو لوی مشر به د نجونو د ښوونځیو له پرانیستل کېدو سره موافقه وکړي ځکه چې د حجاب او جلا زده کړو په شمول ټول شرعي اصول په پام کې نیول شوي دي.

1 COMMENT

  1. حقیقی علماوو ته د الله ج خیر ورکړی، خو دوی باید په دا پوه شی چه د پاکستان ایی ،ایس ،ایی خوښه شی بیا د انجونو مکتبونه شروع کیږی،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب