جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ط ضد وسله والو ډلو خپلمنځي ناندرۍ؛ احمد مسعود د نورو...

د ط ضد وسله والو ډلو خپلمنځي ناندرۍ؛ احمد مسعود د نورو ډلو د بریاوو په غلا تورنوي

تاند:(دوشنبه، د حمل ۱۵ مه) ‏‏راپورونه ښیي چې د طالبانو د خپلمنځي اختلافونو تر څنګ د دوی پر ضد جنګیدونکي وسله والې ډلې هم په خپلمنځي اختلافونو اخته دي او په یو بل تور پورې کوي چې د مقابل لوري عملیات په خپل نامه خپروي.

په یوه تازه راپور کې د ملي مقاومت د جبهې په نوم د احمد مسعود په مشرۍ ډله تورنه شوې چې د طالبانو خلاف د نورو جنګي ډلو فعاليتونه په خپل نوم رسنیز کوي.

د ازادۍ جبهې مقاومت کوونکي په نوم ډله ادعا کوي چې احمد مسعود او ډله یې د جګړې په میدان کې فعاله نه دي او د پنجشېر په ګډون په مختلفو ولايتونو کې د نورو ډلو فعاليتونه د خپلو لاسته راوړنو په نوم خپروي.

دې ډلې د بغلان په اندراب ولسوالۍ کې د طالبانو خلاف د جګړو په اړه د احمد مسعود ډله تورنه کړې چې هلته یې د افغانستان د ازادۍ جبهې د جنګياليو مقاومت په خپل نوم نومولی.

دې ډلې د پنجشېر په وروستيو جګړو کې هم د احمد مسعود ډلې د لاس لرلو ادعاوې رد کړي او ویلي چې په دې سیمه کې د طالبانو خلاف تازه جګړې د ازادۍ ملي جبهې او د ازاده ګان ملي جبهې کړي دي.

د یادو جبهو سرچینو احمد مسعود تورن کړی چې د خپلې جبهې په وېبپاڼه کې د نورو ډلو جنګي لاسته راوړنې او فعاليتونه په ځان پسې حسابوي.

داسې ادعاوې هم شته چې د احمد مسعود په مشرۍ ډله انحصارغوښتونکې ده، نو طالب ضد جنګيالي ورڅخه نورو ډلو ته روان دي.

د ازادۍ جبهې په اړه معلومات دا دي چې مشري یې د افغانستان د ملي امنيت پخوانی  مرستیال لوی ريیس جنرال ياسين ضيا کوي.

د ازاده ګانو ملي جبهې په اړه ويل شوي، چې مشري یې له هالينډ څخه راغلی افغان ډاکټر سلیمان کوي.

ياسين ضيا د کابل د کوهدامن یو له مشهورو مشرانو څخه دی چې د جمهوري نظام په ۲۰ کلنه دوره کې د ملي امنيت لوی رياست مرستيال، د تخار والي، د ملي امنيت شورا د دفتر مرستيال او د ملي دفاع وزارت لوی درستیز او لومړی مرستیال پاتې شوی دی.

هغه له امان الله ګذر، حاجي الماس او ځينو نورو څېرو سره په ګډه له ډېرو کلونو راهيسې په دې کار کاوه، چې څنګه د تاجيکانو سياسي امتيازات د پنجشېر له انحصار څخه وباسي.

له پنجشېر سره په دې موضوع د بلخ او هرات د تاجيکانو اختلاف هم شته، خو د کابل د شمالي مشرانو تر نورو ځان په دې خاطر په حقه باله، چې په وینا یې کابل دوی د شمال ټلوالې ته تل نيولی او ساتلی، خو امتياز يې يوازې پنجشېر اخيستی دی.

د احمد مسعود او ډلې په اړه يې نيوکه دا ده چې د رهبرۍ شورا غړي يې تر ډېره د پنجشېر او په خاص ډول د هغه د خپلې کورنۍ کسان دي.

د نوموړي پلويان بيا احمد مسعود تر نورو ټولو طالب ضد څېرو په دې غوره ګڼي چې په جمهوري نظام کې يې کومه دنده نه ده لرلې او زورواکي نه دی پاتې شوی او اوس د دوی په ادعا د ارزښتونو لپاره میدان ته شوی.

د طالبانو وياندويان بيا د خپلو مخالفو جنګي ډلو موجوديت يو مخ ردوي او د سر پورته کولو په صورت کې يې د سر وهلو خبره کوي.

له دې ټولو سره سره، شنونکي باور لري چې د طالبانو مخالفې ډلې په خلکو کې چندان ځای نه لري، خو دا طالب مشران دي چې د واک په انحصاري کولو، د ملت او ملي ارزښتونو د بې اهمیته ګڼلو او افراطي اقداماتو له کبله ورځ تر بلې خپل مخالف صفونه پياوړي کوي.

1 COMMENT

  1. تف ? لعنت په دواړو دواړه د پرديو غلامان اشرار دي. دواړه د پرمختګ ضد دي اشرارو رذيلانو هيواد چور کړ. مرګ په دواړو دواړه د يوې پښې بوټان دي ?

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب