پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+د امیرالمومنین ملا پیري اخوند نوی فرمان / ملاله لیلا 

د امیرالمومنین ملا پیري اخوند نوی فرمان / ملاله لیلا 

پرون یکشنبه،  ملا پیري اخوند د کوکنارو کرل منع اعلان کړل. په دې هکله غواړم څو خبرې واضح کړم:

 ۱. د پیریانو په هکله یو عام روایت دا دی چې سخت حرام زاده دي. دا خبره مې تر دې کوله چې دا څو وخته مهمې نړیوالې رسنۍ  پرله پسې  په دې هکله راپورونه خپروي چې د الیپ.الیپ.الیپ له راتګ سره په افغانستان کې د مخدرو موادو تجارت بیخي زیات شوی دی. د طالبانو د مشرانو چې د امریکا له خوا مشروعیت پیژندلو ته زړه ویښ، ویښ کېږي نو په ملا پیري اخوند یې د چاپلوسۍ دا فرمان صادر کړی دی. زه دا چاپلوسي مثبت ګام بولم، خو تر هغو چې ا.ا.ا د نجونو ښوونځي خلاص نه کړي ناممکنه ده چې دنیا یې په رسمیت وپیژني. یوه ډله چیز فهم طالبان په دې ښه پوهېږي چې د پایښت لپاره رسمیت پیژندلو ته اړ دي. دغې ډلې ته غواړم ووایم چې داخلي او خارجي مشروعیت مو پرته د نجونو د ښوونځیو له خلاصولو نه، ناممکنه دی. که د نجونو ښوونځي خلاص نه کړئ هم به ځان پوره غرق کړئ او هم به څو نسله بې ګناه، معصومې افغانې نجونې. 

ما اوریدلي چې د طالبانو علما پر یو بل د اکت کولو لپاره، په خبرو کې د سعدي او حافظ بیتونه کته پورته کوي. نو د طالبانو دغو علماو ته به ووایم چې، که د نجونو ښوونځي خلاص نکړئ:  

ترسم نرسی به کعبه، ای اعرابی 

کاین ره که تو می‌ روی به ترکستان است

۲. د طالب په اسلام کې، د طالب اسلام ځکه وایم چې حقیقي اسلام او د طالب اسلام دوه بیلې عقیدې دي. په هر حال ما ویل چې د طالب په اسلام کې جایز و ناجایز، حلال و حرام یوازې د ښځو لپاره دي نور نو د هغو کارونو په کولو چې واقعي اسلام حرام ګڼلې دي د طالب چرت هم نه خرابیږي. یو مثال یې،  د نجونو تعلیم دی،  چې الله (ج) او رسول الله (ص) فرض کړی دی خو د طالب چرت هم نه دی خراب چې اته میاشتې کېږي مومنې نجونې یې له ښوونځیو محرومه کړې دي. بل مثال یې مخدر مواد دي، چې خدای حرام ګڼلي خو دوی یې والله وبالله که منع کړي. په دوو دلایلو دا فرمان مشروعیت پیژندلو ته چاپلوسي او هسې د ولس غلطول دي: 

 الف: د طالبانو د شل کلنې جګړې د لاسه د افغانستان د مخدرموادو مسله متاسفانه دومره لویه او پیچلې شوې ده چې د حکومتونو له قدرته وتلې ده. د افغانستان د مخدرو موادو په تجارت کې نړیوالې مافیايي ګړۍ فعالې دي‌. د نړیوالې مافیا قدرت متاسفانه تر دې ډېر پراخ دی چې د طالب زور پرې ورسیږي. تر هغې بدتره یې لا دا چې په حقیقت کې طالب له نړیوالې مافیا سره مخالفت خو پریږده بلکې همکاري کوي. 

 ب: څو کاله پخوا راپور و چې د کوکنارو د تجارت له برکته طالبان په ملیاردونو ډالر ګټي، طالب د خپلې ناچیزې ګټې لپاره افغانستان د نړیوالې مافیا لمن ته اچولی دی. د طالب د دې خودخواهۍ تاوان به لسیزې، لسیزې، نسلونه، نسلونه افغانستان ګالي. ملا پیری اخوند د کوکنارو کښت ځکه اوس حرام اعلان کړ چې د کال په دې وخت کې د تریاکو کښت ټولېږي، کرل کېږي نه. څو میاشتې وروسته چې بیا د کوکنارو د کرلو وخت راورسیږي بیا به بیرته کوکنار شرافت مندانه، حلال وګڼل شي. 

خلاصه، امیرالمومنین ملا پیري اخوند ته غواړم ووایم،  چې دې فرمان ته دې کابو یو اونۍ ولس منتظر و، ځینو چړیانو دې خو حتا خلکو ته وعدې ورکولې چې زیری به واورئ، منتظر پاتې شي امیرالمومنین  به د نجونو د ښوونځیو په هکله مهم فرمان صادر کړي… له دومره انتظاره وروسته اخر هم ملا پیري اخوند غرب ته د چاپلوسۍ لپاره مخدر مواد حرام وبلل.

 زه واقعا نه پوهېږم د ولس پر احساساتو ملنډې وهل طالب ته څه ګټه لري؟ 

5 COMMENTS

  1. هغه خر او درک دی.
    بیا مشروعیت او دښخو خبره.
    دپاکستان او افغانستان مستعمره فکرونه همیشه فکر کوی چی دسوپر پاور نه سوا باید مسکین دولتونه دژوند حق ونلری.
    طالبان دغلامی دنیا خلک ندی. لیکونکی اوس هم دا فکر کوی چی امریکا به بیا ددوی جړچو ته تیارسی او طالبان دهغی ورځی نه ډاریږی.
    زه په دی ترسیږم چی ځینی خلک ولی فکر نکوی او له تیرو تجربو او نوی واقعیتو یی نه زده کوی؟
    دافغانستان ښځی ولی فکر کوی چی ددوی په دروغو به طالبان وډاریږی؟ خپل ځان دی نور نه شرموی.

  2. ثابت ملا ته
    زما خو شک دی چې د پاکستان چمچه یي. دا ځل دې د پاکستان نوم یاد کړی چې د نورو شک کم کړې. خیر له دې به تیر شو.
    باور لرم چې د ملاحسن او ملا هیبت په شان ساده د منځنیو پیړیو د فکر خاوند نه یې. که تاسو په رښتیا د پاکستان او طالبانو خیرغوښتونکي يئ باید په دې خوشحاله شئ چې طالبان جنکو ته د ښوونځیو اجازه ورکړي. زه مطمین یم چې د طالبانو دښمنان په دې حوشحاله دي چې طالبانو انجلۍ مکتب ته نه پریږدي او نورو غیرانساني او د جاهلیت د دوران کارونه کوي. دا ډول کارونه له نورو سره مرسته کوي چې طالبي نظام کمزوری او بالاخره نسکور شي. د طالبي نظام بقا د دې سره تړلې چې لږ شعور پیدا کړي او د اوسنۍ نړۍ تقاضاوې ذرک کړي. الکوزی

  3. داسې نه چې شل کاله وروسته د دیود جونز په شان کوم څوک دعوه ونکړي چې هغه کړي لمونځونه مو بېرته را وګرځوئ او دا ملا غبټ اله اصلا یو انګرېز او یا تور مکناټن وو. بیا به مونږ افغانانو ته یو بل تاریخي شرم وي .

  4. الیکازی خانه
    بیا هم هغه خر او درک سو.
    زړه دی خراب نسی، دپاکستان نوم می په دی نده اخیستی چی ټول پاکستان ته بد ووایم. هغه مزدوری طبقی ته می اشاره کړی چی دامریکا او غربیانو نه سوا بل څوک نه پیزنی. زما شک دی چی خدای هم نه پیزنی. ټول عمر یی یا غرب ته غلامی کړی او یل کوم هندو او کفری دولت.
    خیر یوسی چی ملا دی راته ویلی. زه خو دی ډیر خوشال کړم. دغلامانو په دنیا کی به دملا نوم ورکول بد وی خو زه مسلمان یم دا نوم دشرف عزت او آزادی دی. نور دی خدای هدایت درته وکی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب