پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهکرزي او ټام ويسټ د افغانستان پر ځینو موضوعاتو ټیلفوني خبرې وکړې

کرزي او ټام ويسټ د افغانستان پر ځینو موضوعاتو ټیلفوني خبرې وکړې

تاند:(دوشنبه، د حمل ۱۵ مه) ‏‏د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د متحدو ايالتونو ځانګړي استازي ټام ويسټ له پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي سره د افغانستان په اړه ټیلفوني خبرې وکړې.

نوموړي په خپله ټويټر پاڼه کې لیکلي چې په دې ټلیفوني خبرو کې دواړو لورو له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځيو د پرانيستلو په اړه د افغانانو د لېوالتیا او د يوه داسې مشورتي بهير په اړه خبرې کړي چې افغانان پکې د خپل راتلونکي په اړه بحث او خبرې کولای شي.

امریکايي استازي پرته له دې چې له حامد کرزي سره د خپلو خبرو جزییات روښانه کړي، په دې خبرو خوښي ښودلې ده.

حامد کرزي هم په دې اړه څه نه دي ويلي.

پرون د افغانستان د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امريکا د متحدو ايالتونو ځانګړې استازې رینا امیري وويل چې طالبان د نجونو د ښوونځيو د تړلو په سر په خپلمنځیو اختلافونو اخته شوي دي.

معلومه نه ده چې د کرزي او ټام ويسټ په خبرو کې پر دې موضوع بحث شوی او کنه؟

ځينې سرچينې وايي چې له حامد کرزي سره د طالبانو د ښو اړیکو ډله «ملا برادر ډله» د نجونو د ښوونځيو د تړلو په اړه له خپلو مشرانو سره وران شوي دي.

د طالبانو ډېر معتدل مشران د نجونو د ښوونځیو د پرانیستل کېدو غوښتونکي دي. پرون د پوهنې وزارت یوه چارواکي هیله څرګنده کړه چې د طالبانو لوی مشر به د نجونو د ښوونځیو له پرانیستل کېدو سره موافقه وکړي ځکه چې د حجاب او جلا زده کړو په شمول ټول شرعي اصول په پام کې نیل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب