دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهد هند او ترکمنستان ولسمشرانو پر ټاپي او ټولګدونه حکومت خبرې وکړې

د هند او ترکمنستان ولسمشرانو پر ټاپي او ټولګدونه حکومت خبرې وکړې

تاند(دوشنبه، د حمل ۱۵ مه) د هند ولسمشر د ترکمنستان د سفر په لړ کې ویلي چې په افغانستان کې دې داسې ټولګډونه حکومت جوړ شي چې په حقیقي معنا ټولګدونه وي.

د هند د بهرنیو چار وزارت له خبرپاڼې سره سم، رام نات کوویند د ترکمنستان له ولسمشر سره د افغانستان د حالاتو او د ټاپي پروژې پر عملي لارو چارو خبرې وکړې.

دواړو خواوو ویلي چې دوی د افغانستان نژدې ګاونډیان دي او طبعاً د افغانستان د کورنیو تحولاتو او د هغو د بهرنیو عواقبو له درکه اندېښنه لري.

د خبرپاڼې پر اساس د دواړو هیوادونو په ګډې اعلامیې کې ویل شوي:«موږ د افغانستان د اړوندو مسلو په اړه پراخه او شریکه سیمه ییزه اجماع لرو چې په هغه کې په حقیقي معنا د ټولګډونه حکومت جوړېدا، له تروریزم او مخدرو موادو سره مبارزه، د ملګروملتو مرکزي رول، افغانستان ته د فوري بشري مرستو رسول، د بشري حقونو، د ښځو حقونو، د ماشومانو حقونو او د افلیتونو حقونو ساتل پکې شامل دي.»

د هند د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، د انرژۍ په برخه کې همکاري د دواړو خواوو د خبرو یوه اصلي موضوع وه او دواړو د تاپي په نوم له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هندوستان ته د ګازو د نللیکې د غځېدو په اړه خبرې وکړې.

د هند ولسمشر وړاندیز وکړ چې د ټاپي پروژې د امنیت په اړه مسایل دې د متخصصانو په غونډو کې مطرح شي.

د ټاپي په پروژه کې د هند لېوالتیا ډېره مهمه په دې ده چې مخکې داسې اټکل کېده چې ښايي په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته هند له دې پروژې شا ته شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب