دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهپاکستان جوړ نه کړ، د تورخم- جلال اباد دويم سړک يوه برخه...

پاکستان جوړ نه کړ، د تورخم- جلال اباد دويم سړک يوه برخه افغانستان خپله جوړوي

تاند:(دوشنبه، د حمل ۱۵ مه) ‏‏د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت چارواکي وايي چې په خپلې بودجې به په‎ تورخم کې د بار وړونکو موټرو لپاره ۱۱۰۰ متره دوهم سړک جوړ کړي.

د دې وزارت مطبوعاتي مسوول ويلي، پر دې سړک چې له وړاندې کار پیل شوی، د جوړېدو په صورت کې به د بار وړونکو موټرو لاره پراخه او ګڼه ګوڼه کمه شي. د دې سړک د څه باندې یو کیلو متر پر جوړولو به لس ملیونه افغانۍ ولګېږي.

سرچينې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د تورخم- جلال اباد د دويم سړک د جوړولو چارې څه باندې ۱۰ کاله مخکې د پاکستان حکومت پيل کړې وې چې يوه برخه يې جوړه او يوه لويه برخه کار يې تر اوسه پاتې دی.

د‌ يو بل خبر له مخې، په ننګرهار کې د طالبانو د امنیتي ځواکونو له لوري کور په کور تلاشۍ او چاڼيز عمليات پيل شوي دي.

طالب چارواکو ويلي چې په دې عملياتو  کې ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې او مهمات ترلاسه شول.

د ننګرهار يوه اوسېدونکي بيا تاند ته وويل چې د عملياتو اصلي هدف د داعش ډلې د وسله والو موندل او ځپل دي.

د‌ هغه په وينا، په يو شمېر کورونو کې طالبانو وسلې ليدلي، خو نه يې وړلی او خلک يې هڅول چې د داعش ډلې په اړه خپل معلومات ورسره شريک کړي.

يو شمېر خلکو د دغو عملياتو هرکلی کړی او د امنيت ساتلو لپاره يې ګټور ګڼلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب