جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهايران په افغانستان کې د تفرقه اچوونکو دسيسو خبرداری ورکړ

ايران په افغانستان کې د تفرقه اچوونکو دسيسو خبرداری ورکړ

تاند:(دوشنبه، د حمل ۱۵ مه) ‏ايراني چارواکو په افغانستان کې د «تفرقه اچوونکو دسيسو» په اړه د خبرداري تر څنګ له طالب چارواکو غوښتي چې د افغانانو د امنیت د ساتلو په برخه کې خپل مسوولیت ومني.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده دا څرګندونې د خواشينۍ په هغه پيغام کې کړي چې په هرات کې پر افغان شیعه ګانو د وروستۍ چاودنې په اړه يې خپور کړی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وياند د داسې بریدونو زیاتوالي ته اشارې کړې خو په دې اړه یې څه نه دي ویلي چې د دغو ادعا شويو دسیسو شاته څوک لاس لري.

څو ورځې مخکې د هرات په جبرییل ښارګوټي کې چې تر ډېره شیعه مېشته سیمه ده، ځانمرګی برید وشو او له امله یې لسګونه تنه ټپیان او وژل شوي دي.

د دغه برید مسؤولیت داعش ډلې پر غاړه اخيستی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان په پرله پسې ډول د داعش ډلې د موجوديت او فعاليتونو ادعاوې ردوي او بې بنسټه یې ګڼي.

طالبانو د ایران د بهرنیو چارو وزارت تازه څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

مخکې ایران په داسې څرګندونو امریکا تورنوله چې ګواکې په افغانستان کې مذهبي تفرقې ته لمن وهي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...