الجزیرې راپور ورکړی چې ایران د اسراییل په پلوۍ د جاسوسۍ په تور دوه کسان اعدام کړي دي.
په راپور کې د رویټرز او د بښنې نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې ویل شوي چې، د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له اعتراضونو سره د تړاو په تور د روان کال تر جولای میاشتې پورې لږ تر لږه ۲۶ کسان هم اعدام شوي دي.
د دې کسانو د هویت په تړاو نور مالومات نه دي ورکړل شوي.
د بشر حقونو فعالان وایي،د جاسوسۍ او ملي امنیت اړوند تورونه هر هېواد جدي نیسي، خو د اعدام په څېر نه بېرته راګرځېدونکي سزاوې هغه مهال لا ډېرې اندېښنې راولاړوي چې د محاکمو د شفافیت، عادلانه قانوني بهیر او د تورنو د حقونو په اړه پوښتنې موجودې وي.
د بشري حقونو بنسټونه هم د ایران د اعدامونو د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښيي.
دوی وایي، د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له اعتراضونو وروسته د اعدامونو دوام ښيي چې په ایران کې سیاسي او امنیتي کړکېچ لا هم سخت دی.
د دوی په باور اعتراضونو، جاسوسۍ او ملي امنیت په قضیو کې د اعدام سزا باید له دقیقو او عادلانه محاکمو سره مل وي؛ ځکه د عدالت تر څنګ د انساني ژوند خوندیتوب هم یو اساسي اصل دی.