شنبه, اپریل 27, 2024
Home+زموږ د ښوونځیو تولید/ عزیز انیس

زموږ د ښوونځیو تولید/ عزیز انیس

     عام وګړي فکر کوي چې ښوونځی د لیک لوست د زده کولو ځای دی. دوۍ ملامته نه دي، زموږ له ښوونځیو چې کوم زده کوونکي فارغېږي، یوازې همدا لیک لوست یې زده کړی وي او بس. ځینو خو لا دا هم نه وي زده. خو آیا رښتیا ښوونځي د لیک لوست او د یو رقمي اعدادو د ضرب زده کولو ځای دی؟

     د یوشتمې پېړۍ انسان چې څومره د طبیعت، ساینس او تمدن په اړه پوهېږي، د هېڅ زمانې انسان دومره پوهه نه درلوده. که په دې په زمانه کې یو شخص د دنیا له لومړنیو پرمختګونو بې خبره وي او لومړنۍ وړتیاوې یې نه وي غوړېدلې، نو بېخي به ځنګلي مالومېږي. هو، زموږ د ځینو خلکو افکار او اعمال که د پرمختللو هېوادونو وګړو ته تشریح شي، نو بېخي به ځنګلي ورمالوم شو.

     په ښوونځيو کې د لیک لوست زده کولو خبره بېخي ابتدايي ده، موږ باید تر درېیم ټولګي پورې لیک لوست زده کړو او له هغه وروسته د دې لیک لوست په مرسته په نورو وړتیاوو کار وکړو. دا نورې وړتیاوې کومې دي او له ښوونځي د یو فاغېدونکي شخص څخه کومې تمې کېدای شي؟:

     له ټولګي فارغ زده کوونکي څخه تمه کېږي چې د نورو په مخ کې په جرآت خبرې وکړي. د نظر په شریکولو کې ونه ډار شي. خو له دې سره سره دا هم مهمه ده چې د نظر شریکولو ځای وپېژني. دا هلته امکان لري چې په ښوونځي او کورنۍ کې ماشوم ته د خبرو کولو او نظر شریکولو وخت او فرصت ورکړل شي.

     له رسامي، لیک ښکلا او په ټوله کې له هنر سره مینه درلودل یوه بله اړتیا ده. له بده مرغه چې په ښوونځيو کې د رسم او هنري کار ساتونه یوازې د سات تېري او ارام کولو ساتونه بلل کېږي. کاش زموږ د ښوونځيو انګړونه او دېوالونه د هنري تخلیق د وړاندې کولو ځایونه وای.

      زموږ د زده کوونکو یوه بله ستونزه دا ده چې لوست کولی شي، خو لیک نشي کولی. دا لیک نه دی چې له یو بل کتاب لیکل وکړو یا د یو چا د خولې خبرې ولیکو. له لیک څخه زما هدف له خپل ذهن څخه یو څه لیکل دي چې په دې کې زموږ زده کوونکي ډېر ضعیف دي، هېڅ نوی شی نشي لیکلی. که څه هم د کال په جریان کې څلور- پنځه کتابچې لیکل کوي، خو دا ټول لیکل یا د ښوونکي له خولې او یا هم له کتابه کوي. په دې برخه کې د ښوونځي دېوالي جریده، د مقالو سیالي، ادبي او هنري غونډې، د ښوونځي مهالنۍ یا میاشتنۍ جریده او ورته نورې کړنې موثرې تمامېدای شي.

     له ښوونځي فارغ زده کوونکي ته دا هم اړینه ده چې د طبیعت، انسان، ټیکنالوجي او حیواناتو په اړه لومړني مالومات ولري. د دې مالوماتو مهمه سرچینه ساینس او د ساینس کتابونه دي. خو زموږ اکثریت زده کوونکو ته ساینس ډېر سخت دی. د سخت والي عامل یې نظري او د کتاب له مخې زده کړه ده. که ښوونکي مو زده کوونکو ته له نظري زده کړې سره سره عملي زده کړه ورکړي، نو په ډېر شوق به یې زده کړي.

     هېوادنۍ مینه یوه بله ځانګړنه ده چې درلودل یې د ښوونځي فارغ زده کوونکي لپاره لازمي دي. له بده مرغه چې زموږ ملي ارزښتونه لا هم سم نه دې تعریف شوي. اوس موږ نشو ویلی چې زده کوونکو ته د کومو ملي ارزښتونو ورزده کول اړین دي؟ خو په زده کوونکو کې د هېوادنۍ مینې روزلو په خاطر په کار ده چې د ښوونځي هر سهار مو د وطن په نوم پیل شي او ملي ترانې هر ورځ د زده کوونکو له خولې زده کوونکو ته ورسول شي.

     د هېوادنۍ مینې لپاره یو بل مهم عامل تاریخ دی. د تاریخي ویاړونو یادول، د تاریخي ورځو نمانځل، د ملي اتلانو احترام او په ټوله کې د وطن او سیمې له تاریخه خبرتیا مو د پېښو په اړه ځیرکتیا او هېوانۍ مینې ته رابولي.

     الله تعالی انسان له پلټونکي حس سره پیدا کړی. له دې ډېر خوند اخلي چې نوي څه زده کوي. دا پلټونکی حس په ماشومتوب کې ډېر زیات وي، ځکه هغه وخت ماشوم ته ټول شیان نوي وي. دی غواړي چې د هر څه (چې د ده په شااوخوا کې وي) په باره کې پوه شي. خو یو وخت چې دی دا ټول شیان وپېژني او د نورو شیانو په پېژندلو عاجز شي، نو د ده پلټونکی حس کمزوری شي. ځکه د ده د پلټنې نتیجه نوي څه نه وي، تکراري مسایل وي. د دې لپاره چې د ماشوم پلټونکی حس په خپل ځای پاتې شي، نو نوي څه ورزده کول په کار دي. د دې ((نوي څه)) ور زده کولو لپاره محیط برابرول او فرصتونه ایجادول د ښوونځيو اساسي دنده ده.

     خو له بده مرغه موږ چې د ښوونځي له فارغینو کومې تمې لرو، هغه تمې مو له پوهنتونه د فارغو اشخاصو په کړنو کې هم نه پوره کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب