د تیر ۲۰۲۱ ز کال په مارچ کې مې د ماسټرۍ د دورې لومړی سمسټر په خلاصیدو و. د کرونایي وبا له امله مو درسونه په انلاین بڼه و خو ازموینې مو حضوري وې. د احتمالاتو ازموینې ته یوه اوونۍ مخکې راغلی وم. دلته مې یو څه درسونه تکرار کړل او د امتحان لپاره مې تیاری وکه.
له افغانستان څخه پاکستان ته په راتګ کې ډیر په زحمت شوی وم. شپه راباندې د تورخم په چټل چاپیریال کې راغلې وه. که څه هم جره وم او پنډ او بیکونه هم راسره نه و خو په دې ونه توانیدم چې له خلکو وړاندې شم او له پولې واوړم. لا به شاوخوا سل کسه وړاندې و چې بارډر وتړل شو او شپه راباندې راغله. د خلکو له ګڼې ګوڼې مې ځان راوایست. ښایسته ګل کاکا ته مې زنګ وکه. ښه و نمبر یې اوکی کړ. له نیکه مرغه دی هم تورخم کې و. ادرس یې راکه. د کاروان هوټل څنګ ته مې ځان ورساوه. کاکا مې له څو کلونو راهیسې په تورخم کې د سپیر پارټو او کباړ پلورنې کاروبار کوي. پخوا به د پاکستان په بنو کې په مزدورۍ لګیا و خو شکر دا وروستي کلونه یې پخپل وطن کې کاروبار اسوده دی. تورخم ته به د شنبې له سهار څخه راته او د دوشنبې تر مازیګره به همدلته پاتې و.
زما لپاره عمومي سړک ته راوتی و. لاسونه مې ورته ښکل کړل. د مارکیټ تر شا یې خپل اطاق ته یوړم. پراخ او ارام ځای یې لره. زما تر راتګه پورې یې ډوډۍ تیاره کړیوه. پکوړې، چپس او وریجو بلا خوند وکه. کاکا راته د خپلې ورځې کیسه د چایو په څښاک کې پیل کړه. هغه د خپلې دوا لپاره بیګا شپه درې بجې وتی و او اوس بیرته تازه له پیښوره راګرځیدلی و. د هغه کیسې ته خواشینی شوم. هغه بیچاره په جالونو کې د خلکو په ټیل کې ایسار شوی و. هغه د زړه ناروغ و. فشار او زور ورته ښه نه و نو ځکه یې له جال بلې خواته دانګلي و. لاس یې وینې شوی و. ما ته یې وښود، زخمي و. زړه مې ورته بد شو. د تورخم پولیسو او چارواکو ته مې په لمانځه کې ښیرا وکړه. که دوی له خلکو پیسې نه اخیستی او ټول یې په جال کې په منظم ډول خوشی کولی نو هیڅوک به دومره نه ځوریدل. لمونځ مې وکه. کاکا راته د خوب ځای برابر کړ. د موبایل الارم مې د شپې یوې بجې ته برابر کړ. نور د بټرۍ چارج ته کیښود او زه نو د ستړیا له امله دستي ویده شوی وم.
د ښایسته ګل کاکا د تهجدو په لمانځه مې سترګې وغړیدې. غږ یې راباندې وکه. ویل یې همدا اوس لاړ شه چې بیا نوبت نه درځي. اودس مې وکړ او ووتم. جالونو له ننوتو وړاندې مې له یوه دوکاندار څخه یوه انرژي او یو کیک واخیست. همالته مې په ولاړه وخوړل او د روژې نیت مې وکړ. په جالونو کې هیڅوک له ویرې خوراک او څښاک نکوي. که د تشناب اړتیا پیښه شي نو مجبور چې سړی ترې بیرته راووځي.
د پرون پشان بیا هم پولیس ولاړ و. یو بلا ګنډي ماران تر ما مخکې و. نپوهیدم چې څه وکړم خو د رب رحم و چې د تښتیدو یو چانس پکې برابر شو. پاکستانیو جالونو ته نږدې مې د سهار لمونځ وکړ. د رڼایۍ په راختو مې اوښتو ته امید ځکه زیات شو چې سرحدي کرښې ته بیخي نږدې وم.
غرمه به وه چې په حیات اباد کې خپل هاسټل ته ورسیدم. د غوږ درد د لومړي ځل لپاره ځورولم. دومره یې تنګ کړم چې له ځان سره مې د روژې خوړلو تابیا وکړه، خو بیا مې هم ځان کلک کړ. حمام مې وکړ، یو څه درس مې ووایه خو زغم یې سخت و. ګولۍ مې وخوړې خو بیا هم د شپې تر ناوخته له درده کړیدم. نپوهیږم څو بجې به ویده شوی وم خو سهار لمانځه ته راپاڅیدم. د ورځې مې درس ووایه چې د جهانزیب لالا د واټس اپ مسیج مې مبایل ته راغلی و. وامې وریده. له هغه سره رحیم الله او آمین ملک د سفر ملګري و. له بده مرغه په هغوی هم د ګڼې ګوڼې له امله په تورخم کې شپه راغلې وه. د شپې لخوا بد شمال هم پرې را الوتی و.
زما په سبا ورځ امتحان و. له دوی سره مې خبر کړیوه چې زه تر امتحان وروسته تاسو سره یوځای کیږم. مازیګر مې ازموینه خلاصه شوه. مبایل ته مې له یو نا آشنا نمبر څخه زنګ راغلی و. ورسره وغږیدم. ویل یې د جهانزیب ملګری یم. د هغوی پوښتنه م ترې وکړه. ویل یې: دوی خو پولیسو د ماسک د نه لرلو له امله کابلۍ تهاڼې ته وړیدي او اوس مې سړی ورپسې لیږلی چې په ضمانت یې ماته راولي.
د هغه ادرس مې واخیست، د پیښور په نمک منډی کې یې دوکان و. زه هم بلد نه وم. له ټولګیوال بیل شوم. په ټیکسي کې کیناستم. ډریور ډیر مست سړی و. ښایسته ریکارډ یې په الټو ډوله موټر کې لګولی و. لاسپیکرې یې برابرې وې. د مبایل له لارې مې د حاجي مارکیټ پیدا کړ. رحیم راته په دویم منزل کې ولاړ و. له ورایه مې ولیدل. پورته لاړو. کلکې غیږې مو سره ورکړې. د جریان پوښتنه مې وکړه. ویل یې موږ خو ستا لپاره دلته تمیدو ته راغلو خو په وتو کې له ریکشې څخه پولیسو راښکته کړو او د ماسکونو د نه لرلو له امله یې تهاڼې ته یوړو او اوس یې پاسپورټونه او مبایلونه راڅخه تر سبا پورې قید کړيدي.
ما یو چا ته چې اعظم خان نومیده او د پاکستانیو پولیسو ښه پیژندګلو دی، په واټس اپ مسیج پریښود. جریان مې ورته تیر کړ. هغه راته دستي په ځواب کې ویلي و چې اوس پرې پارچه کټ شویده او د پریښودو مجال یې نشته. سبا به عدالت ته ځي او هلته به تر سپکې جریمې وروسته خوشې کیږي.
د حاجي په دفتر کې مو چای وڅښه، د ماښام لمونځ مو هم همدلته وکړ. حاجي د کونړ ولایت اوسیدونکی و. له جهانزیب لالا سره یې په ایټالیا کې ملګرتیا شوی وه. هغه د قیمتي ډبرو سوداګر و. دا مارکیټ ټول د همدې موادو بازار و. ما د غوږ د درد لپاره دوا واخیسته او وروسته بیا د حاجي په موټر کې د هغه د کور په طرف روان شو. د رینګ روډ په څنډه کې یوسف اباد تنګې کوڅې لرلې. حاجي پکې ښه مهانخانه اباده ساتلی وه. په اوړي کې هوا سړه وه. زموږ په شمول نور کسان هم د حاجي میلمانه و. له ډوډۍ وړاندې مو په جماعت لمونځ ادا کړ. چای مو دستي نوشیجان که. د جهانزیب لالا کیسې ته ټول حیران و. موږ پرې لږ ګپ هم ولګاوه. جهانزیب لالا او رحیم الله دستي ویده شول. د دوی سترګې له بې خوبۍ سرې اوښتې وې. له یوې خوا دوه شپې او درې ورځې بې خوبه پاتې شوي و او له بلې خوا ګرمۍ او د پولیسو ځورونې اعصاب نا ارامه کړي و. دوی د حجرې په یوې څنډې کې ځانونه واچول. ما د حاجي له زوی او وراره سره ښه شیبه مجلس وکړ. بیا موږ هم ویده شوی وو.
سهار لږ وخته چای وڅښه. د حاجي ډریور له موږ سره په ریکشه کې سپور شو او په خیبر کې بازار کې کابلۍ تهاڼې ته ورغلو. زه یې د ننوتلو پرمهال دننه پرینښودم. دروازې ته مخامخ ودریدم. بازار لا تر دې دمه نه و خلاص شوی. یو یو دوکاندار به راته. آمین ملک له تهاڼې راووته. ویل یې دا کاغذونه باید یو څو دانې کاپي کړو. په نږدې ساحو کې کاپي والا نه راغلی. د میټرو سټیشن په طرف ښه شیبه لاړو، هلته یو دوکاندار راغلی و. دستي مو چاپ وکړ او بیرته راغلو. لږ وروسته نورې پاڼې په لاس ورکړې وې چې دا هم کاپي کړئ. پدې توګه څو وار آمین مامی راغی او بیلابیلې پاڼې مې کاپي کړې.
د حاجي ډریور له تهاڼې راووت، زما خواته راغی. له جهانزیب لالا یې شکایت وکړ. ویل یې زه مو کار خلاصوی شم خو هغه یو پکې جنجالي دی او پیسې نه مني. ما وویل هغه زموږ لالا دی، له همغه سره ځان پوه کړه، موږ پدې خبرو سر نه خلاصیږي. بیرته لاړ. یو وخت راووت. ویل یې عدالت ته به زه او ته په ریکشه کې لاړ او هغوی به له پولیسو سره هلته راځي. دا کس له موږ سره ځکه نښتی و چې له ده سره پاکستان شناخت کارډ و او د همده په ضمانت بیګاه دوی راخوشې شوي و.
همداسې مو وکړل. کچرو عدالت ته ځان ورساوه. هلته مو راز راز خلک ولیدل. ډیر مدافع وکیلان هلته ناست و. د حاجي ډریور ویل چې وږی یم. دستي مو په کانټین کې د شیدو چای او پراټې راوغوښتې. بیا په جهانزیب لالا دوی پسې لاړو. په دویم منزل کې راز راز مجرمین، کوټې او مدافع وکیلان تر سترګو کیدل. زموږ کار هم د یوه ساعت په شاوخوا کې خلاص شو. د حاجي ډریور ډیر هڅه وکړه چې د پیسو د وهنې څه لاره جوړه کړي خو جهانزیب لالا پرې پوه شوی و او هیڅ یې په لاس ورنکړل. که څه هم ما ته څو ځله راغی او راته ویل چې دا کس له منځه وباسئ، زه مو دستي کار خلاصوم خو هغه ویل دا دروغجن دی او زه یې په سور پوهیږم.
له عدالته په راوتو کې بیرته د حاجي دفتر ته لاړو. هلته مې بیک پاتې و. هغه مو راواخیست. د حاجي په دفتر کې څوک نه و. موږ یې له ډریور سره خدای پاماني وکړه او د حاجي کیمپ هډې په طرف مو ریکشه دربست کړه. د هریپور په هډه مو ګل ولي استاد هم ولیده. زه ترې د افغانستان په طرف په روانیدو شوم. ما اوریدلي و چې قرنطین یو وار بیا وضع کیږي نو ځکه د لارې له بندیدو ویریدم. خپل ټیلی نار سیم کارت مې جهانزیب لالا ته ورکړ. خدای پاماني مو په سختۍ وکړه. زما له دوی څخه د بیلتون زړه نه کیده خو مجبوري وه.
د دوی راتګ ته خورا خوښ وم، خو د پاکستان له مشروټ قانون څخه مې پدې ډول کړنو نفرت راغی. کلونه وروسته دوی د چکر اراده کړیوه او دلته له داسې سردردي سره مخ شول. دا د اپریل لومړۍ ورځ وه. په نړیواله کچه دې ورځې ته اپریل فول وایي. موږ هم پاکستانیو پولیسو فول کړي و خو چاره مو نلرله. زه مخ په بره او دوی مخ په ښکته رانه بیل شول.
آپریل ۲، ۲۰۲۱ ز، خپل کور، شهید اباد-لغمان