جمعه, مارچ 29, 2024
Home+روباټونه د بمپي لرغوني ښار ساتنه کوي

روباټونه د بمپي لرغوني ښار ساتنه کوي

تاند- د ایټالیا د پمپي (Pompeii) لرغوني پارک مسوولانو د دغه تاریخي ښار د واټونو او تونلونو د ساتنې لپاره د سپات په نوم روباټیک سپي ګومارلي دي.

پمپي د ایټالیا ناپل ښار ته نژدې د کامپانیا په سیمه کې موقعیت لري.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې دا روباټونه، چې د ساتونکو کار ورڅخه اخیستل کېږي، د شپې مهالې چې دا لرغونی ښار بند وي او لیدونکو ته پکې د ګرځېدو اجازه نه وي، ګزمه کوي او له ښاره دباندې د پارک مامورینو ته د ویدیو له لارې هر څه ښيي.

د دغو روباتیکو سپو یا سپاتانو یوه دنده د هغو تونلونو څارل دي چې د لرغونو اثارو غیرقانوني کیندونکي یې پلټي او لرغونو ځایونو ته زیان اړوي.

دا روباټونه د باسټن ډینامیک کمپنۍ له لوري جوړ شوي او له کمرو او سینسورونو څخه په کار اخیستو د پمپي تاریخي ښار دقیق معلومات وړاندې کوي.

دا روباټونه ډېر کوچني ځایونه هم څارلی شي.

پمپي د ایټالیا هغه تاریخي ښار دی چې د وزویوس غره د اتشفیشان تر ایرو لاندې شوی و. اوس د دغه ښار شاوخوا ۴۴۰ زره متر مربع ساحه د لیدو وړ ده.

پمپي ښار تر میلاد ۷۹ کاله مخکې تر ایرو لاندې شو او ۱۵۰۰ کاله تر ایرو لاندې و خو په ۱۵۹۹ م کال په تصادفي ډول کشف شو. دا ښار، چې د کال دوه نیم ملیونه سیلانیان یې لیدو ته ورځي، د یونسکو له لوري د نړیوالو میراثونو په فهرست کې شامل دی.

په ۲۰۱۳ م کال یونسکو خبرداری ورکړ چې که د دغه لرغوني ښار اثار سم ونه ساتل شي، ممکن په دوو کلونو کې دا نړیوال میراث له جدي خطر سره مخامخ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب