شنبه, اپریل 27, 2024
Home+وړتیا مو لوړه کړئ

وړتیا مو لوړه کړئ

لیکوال: ښوویالی شاه محمد بشیر

د لوی فکر او زړه لرلو وروسته، بله خبره د وړتیا اوچتولو دی. هر کله چې د یو کار د پیلولو اراده دې وکړه. د هغه لپاره طرحه جوړه کړه. د پرمختګ لپاره یې اړین مهارتونه زده کړه، چې د دې کار د پرمختګ لپاره دې ضرور دي. مثلآ ته خپله د کمپانۍ یا د دغه کار مشري په غاړه اخلې؛ د یو مشر لپاره اړینه دی، چې د مدیریت اصول پوه شي. د اړیکو (Communication) مهارت ولري. اوس وخت کې په کمپیوټر او انټرنیټ باندې برلاسی وي.

یو څوک غواړي د ژبو د زده کړې ښوونیز مرکز جوړ کړي؛ نو د دې لپاره اړینه ده، په هغوو مېتودونو باندې پوه شي، چې ژبې پرې اسانه زده کېږي. له خپلو ښوونکو سره پرې مشوره وکړي، چې د دغه کار په پلې کولو سره زموږ په ښوونیز بهیر کې به کوم بدلونونه او ښه والی راشي؟ یا هم د سافټ ویر جوړونې کار پیلوې، په دې اړه څه ناڅه لومړنۍ پوهه باید تر لاسه کړئ.

هغه څوک چې غواړي کار پیل کړي، ښه خبره دا دی چې په هغه برخه کې کار پیل کړي، چې پکې لوړې زده کړې یې کړي وي، ځکه په دغه برخه کې د پرمختګ لارې، ستونزې او ننګونې ورته څه ناڅه معلومې دي او په دې اړه یې تیوریکي پوهه ترلاسه کړې دی. که په هغه برخه کې چې کار یې ورپورې اړه لري، زده کړې ونلري او یا هم زده کړې لري؛ خو ځېنو برخو کې نه پوهېږي. اسانه لار یې انټرنیټ، یوټیوب… دی. د هرې موضوع په اړه په انټرنیټ کې د نړۍ په بېلابېلو ژبو باندې معلومات شته. که چېرې د لوستلو حوصیله هم نلرې؛ نو په یوټیوب کې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ښوونیزې ویډیو ګانې شته، کولای شې په اسانۍ یې زده کړئ. زه خپله چې کله کومه برخه کې ستونزه پیدا کړم. په کومې موضوع نه پوهېږم او یا هم پر یوې موضوع د لا ښه پوهېدلو لپاره یوټیوب او انټرنیټ ته مراجعه کوم. کله مې چې انګلیسي ژبې زده کړه کوله، له ټولګي وروسته به مې حتمآ د هغې موضوع په اړه یوټیوب کې ویډیوګانې ډانلوډ کولې او لا به مې ځان پرې پوهاوو. په (نی یا د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره) کې مې د کېمرې لنډه مهاله کورس درلود، کله به چې کور ته راغلم؛ نو په انټرنیټ کې په مې د کېمرې د ډولونو او یا هم د هنري (سینمایي) او خبري شاټونو په اړه معلومات کتل. یو اپلکیشن دی، د کاین ماسټر په نومېږي، چې په دغه اپلکیشن کې هر ډول ویډیوګانې جوړیږي، کولای شئ غږ اېډېت کړئ، ویډیو کې بدلون رارولئ، ټایټل ورکړئ، یعنې ټول هغه کارونه چې د ټلویزون لپاره د خپرونو او یا هم راپورونو په جوړولو کې کارول کېږي، په دغه پروګرام کې ترسره کېږي. دغه اپلکیشن په موبائیل کې کار کوي. زما ښوونکی په دغه برخه کې یوټیوب دی.

په پای کې، د هر کار د پرمختګ لپاره د وړتیا لوړول اړین دي، که چېرې غواړئ چې وړتیا مو لوړه شي؛ نو انټرنیټ او یوټیوب یې اسانه لار دی چې ترېنه زده کړه وکړئ. د کار پرمختګ د بشري وړتیا په لوړولو کې نغښتی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب