تاند (سې نیه، د غبرګولي/ جوزا ۵ مه) دفاع وزیر ملامحمد یعقوب مجاهد د سېشنبې په ورځ مسکو ته لاړ چې د روسیې له لوري جوړ شوي نړیوال امنیتي کنفرانس کې ګډون وکړي.
دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې غونډه کې به د سیمې او نړۍ د بېلابېلو هېوادونو امنیتي او دفاعي چارواکي ګډون ولري، خو د یعقوب مجاهد د سفر د اجنډا او احتمالي لیدنو په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.
داسې ښکاري چې دا غونډه د روسیې د «امنیتي موضوعاتو لپاره د جګپوړو استازو د نړیوالې کلنۍ ناستې» برخه وي؛ هغه فورم چې عموماً د لسګونو هېوادونو لوړپوړي امنیتي چارواکي پکې د سیمهییزو او نړیوالو امنیتي ننګونو د ارزونې لپاره راټولېږي. په تېرو کلونو کې په دغو غونډو کې د څه باندې ۱۰۰ هېوادونو استازو او د سیمهییزو سازمانونو، لکه د شانګهای د همکارۍ ټولنې غړو هم ګډون کړی و.
د یعقوب مجاهد سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د مسکو او طالبانو ترمنځ اړیکې مخ په پراخېدو دي. روسیه لومړنی هیواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی.
روسي چارواکو له «کابل» سره خپلې اړیکې «بشپړه همکاري» بللې، چې امنیتي، سوداګریزې او بشري مرستې پکې شاملې دي.
سره له دې، روسي چارواکي لا هم د افغانستان له خاورې د راپورته کېدونکو امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنې څرګندوي.