Homeخبرونهازبکستان افغان سېل ځپلو ته د بشري مرستو جوپه ولېږله

ازبکستان افغان سېل ځپلو ته د بشري مرستو جوپه ولېږله

تاند (سې شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۵ مه) د ازبکستان حکومت افغانستان ته د بشري مرستو یوه نوې جوپه ولېږله. دا مرسته د وروستیو سېلونو له امله زیانمن شویو سیمو او همداراز د لوی اختر په مناسبت ترسره شوې ده.

د تریند خبري اژانس د راپور له مخې، د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل، د مرستو د سپارلو مراسم د مې په ۲۵مه د افغانستان د بلخ ولایت په حیرتان ښار کې ترسره شول، او دغه مرستې د ازبیکستان د ترمذ د باروړونکو توکو په مرکز کې چمتو شوې وې.

په دغو بشري مرستو کې خوراکي توکي او همداراز د لومړنیو طبي مرستو او بیړني غبرګون اړین مواد شامل وو.

افغان چارواکو ویلي چې دا مرستې به په بلخ، بدخشان، بغلان او نورو شمالي ولایتونو کې هغو اوسېدونکو ته ووېشل شي چې د وروستیو سختو سېلونو له امله زیانمن شوي دي.

د بلخ ولایت مرستیال والي عبدالادریس د ازبیکستان له مشرتابه څخه د مننې ترڅنګ ویلي چې دغه هېواد د افغانانو ملاتړ او بشري همکاري دوامداره ساتلې ده.

دا مرستې د افغانستان له خلکو سره د ازبیکستان د پراخو بشري همکاریو برخه بلل شوې او د طبیعي پېښو او اقتصادي ستونزو پر مهال د افغانستان له خلکو سره د مرستې د دوام څرګندونه کوي.

چارواکو ویلي چې دا په ۲۰۲۶ کال کې افغانستان ته د ازبیکستان د بشري مرستو دوهمه جوپه ده.

افغان لوري همداراز د ازبیکستان مخ پر زیاتېدونکي رول ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا د افغانستان د صادراتو په زیاتېدو او په وروستیو کلونو کې د ټولنیزو او اقتصادي شرایطو په ښه والي کې مرسته کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لیکوال، څېړونکی او شاعر عارف غروال وفات شو

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲ مه) د افغانستان یوه تکړه څېړونکی، شاعر او د علومو اکاډمۍ مشر غړي عارف غروال د ۸۱ کلونو...