Homeخبرونهد هېواد له زندانونو تر ۱۱ سوه تنه ډېر بندیان خوشې شول

د هېواد له زندانونو تر ۱۱ سوه تنه ډېر بندیان خوشې شول

تاند ( سه شنبه د غبرګولي/ جوزا ۵مه)افغانستان کې د طالبانو د حکومت د زندانونو چارو د تنظیم ادارې ویلي، چې د سترې محکمې له منظورۍ وروسته یې د هېواد له زندانونو ۱۱ سوه ۹۱ تنه بندیان خوشې کړي دي.

یاد  ادارې نن(سه‌شنبه، د مې ۲۶مه) دا خبرپاڼه خپره کړې ده.

خبرپاڼه کې راغلي، چې د سترې محکمې له منظورۍ وروسته یې د هېواد له زندانونو ۱۱ سوه ۹۱ تنه زندانیان، توقیفیان او محجوزین خوشې کړي دي.

د دې ادارې په وینا، دغه کسان د راڼه بهیر له مخې خوشې شوي، څو د لوی اختر ورځې له خپلو کورنیو او دوستانو سره ولمانځي.

سرچینې دا نه دي ویلي چې، په دغه شمېر کې څو تنه ښځې او ماشومان  شامل دي.

د یادولو ده چې هر کال د کوچني او لوی اختر په مناسبت زرګونه تنه بندیان د هېواد له بېلابېلو زندانونو څخه خوشې کېږي.

1 COMMENT

  1. LAST YEAR ALL PRISONER START ROBBERY IN JABD CITY.
    THEY TOOKE MOBILE FROM PEOPLES,
    THEY STOLEN BELONGING FROM STORES,
    I HOPE TALIBS PAY ATTENTION TO THE SECURITY. OF RESIDECE.
    THANK YOU TAAND

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

شاه رخ خان او د بالیووډ درو نورو ستورو ته د اعلانونو د بندولو خبرداری

تاند (سې شنبه، د زمريږ اسد ۲۷ مه) د هند د مهاراشترا ایالت چارواکو د بالیووډ درې مشهورو لوبغاړو، شاه رخ خان، اجې دیوګن...