شکورالرحمن حمیدي
لوی اختر د قربانۍ، پاکۍ او د انسان دوستۍ ستر پیغام لۀ ځان سره لری. پۀ دې ورځو کې زرګونه کورنۍ غوا، پسونو او نورو حیواناتو قرباني کوي، خو تر څنګ یې د روغتیا ساتنه هم ډېره مهمه ده. که د ناروغ یا ناسالم حیوان غوښه استعمال شي، نو انسان ته خطرناکې ناروغۍ انتقالولی شي.
د روغ حیوان نښې
د قربانۍ لپاره باید داسې حیوان انتخاب شي چې:
سترګې یې روښانه او طبیعي وي
ښه اشتها ولري او عادي خوراک وکړي
پوزه او خولۀ یې پاکه وي
پوستکی او وېښتان یې سالم وي
پۀ پښو سم ګرځي او کمزوری نۀ وي
تبه، ټوخی یا نس ناستی ونۀ لري
د ناروغ حیوان نښې
لۀ داسې حیوان څخه باید ډډه وشي:
بې حاله او کمزوری وي
سترګې یې ژیړې یا اوښلنې وي
لۀ خولې یا پوزې اوبۀ یا بد بوی راځي
پۀ بدن زخمونه یا پړسوب ولري
غوښه یې غیرطبیعي رنګ یا بد بوی ولري
ځیګر یا نور غړي یې داغونه او چینجي ولري
د غوښې د استعمال مهم احتیاطونه
غوښه باید ښه پخه شي، نیمه خامه غوښه خطرناکه ده
خامه غوښه دې لۀ نورو خوړو جلا وساتل شي
لاسونه، چړې او تختې دې پاکې وساتل شي
غوښه دې ژر یخچال یا فریزر ته واچول شي، خو د یخچال بر ځای بهتره دا ده چې ګاونډ کې پر خوارانو غریبانو وویشل شي.
د ډېرې غوښې خوړلو پر ځای اعتدال غوره دی
د روغتیا لۀ پاره مهم پیغام
لو اختر یوازې د غوښې خوړلو لۀ پاره نۀ دی؛ بلکې د پاکۍ، نظم او د خلکو د سلامتۍ ساتلو پیغام لۀ ځان سره لري. که روغ حیوان انتخاب او حفظ الصحه مراعت شي، نو اختر به هم خوشاله او هم خوندي وي.
الله تعالی دې د ټولو قربانۍ قبولې کړي او هر کور ته دې روغتیا، برکت او خوښي نصیب کړي.
پۀ درنښت
کورالرحمن شکورالرحمن حمیدي