تاند (سې شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۵ مه) د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د افغان او ازبک شرکتونو ازبکستان ته د سفر پر مهال د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د ۲۱۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې دي.
دا د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراخېدو تازه ګام بلل کېږي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي چې د افغان سوداګرو، صادروونکو او د خصوصي سکتور د استازو ۱۰۰ کسیز پلاوی د دې خونې د پانګونې د مرستیال ارین زړګي عظیمي په مشرۍ د ازبکستان نمنګان ښار ته سفر کړی و.
د خونې په وینا، د سوداګرو ترمنځ د مخامخ ناستو او تجارتي خبرو په پایله کې د ۲۱۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې شوې دي.
خو دې ادارې د قراردادونو د جزئیاتو او اړوندو سکتورونو په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي.
دا اعلان له هغې وروسته شوی چې د روانې میاشتې په پیل کې په کابل کې د سوداګرۍ په یوه فورم کې د افغان او ازبک شرکتونو ترمنځ د شاوخوا ۱۱۲ میلیون ډالرو په ارزښت قراردادونه لاسلیک شوي وو، چې د سوداګرۍ، پانګونې او صنعتي همکاریو برخې یې پوښلې.
د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په وروستیو څلورو کلونو کې سوداګري اړیکې تر بل هر وخت زیاتې شوي دي. ازبکستان له همدې کبله سخت لېوال دی چې د رېللار ترانس افغان پروژه ژر بشپړه شي.