تاند (جمعه د کب – حوت ۸مه) د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، روسیه چمتو ده چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ منځګړیتوب وکړي.
هغه څرګنده کړې، که دواړه لوري رسمي غوښتنه وکړي؛ نو روسیه به اقدام وکړي>
کابلوف زیاته کړې چې، د دوی هدف د شخړو د حل لپاره د خبرو اترو زمینه برابرول او له سیاسي لارې د کړکېچ حل کول دي.
ورته مهال د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ اختلافات باید له سیاسي او ډیپلوماتیکو لارو حل شي او د نښتو د سملاسي درولو غوښتنه یې کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې، افغان ځواکونو له تېرې شپې راهیسې پر پاکستان انتقامي بریدونه پيل کړي او لسګونه پاکستاني پوځيان یې وژلي او لسګونه پوستې یې ترې نیولې دي.
دغه راز په ګڼ شمېر پاکستانۍ وسلې هم د آفغان ځواکونو لاس ته لوېدلې دي.