جمعه, فبروري 27, 2026
Homeخبرونهحامدکرزی:افغانان به د خپل هیواد دفاع وکړي او د زور ځواب به...

حامدکرزی:افغانان به د خپل هیواد دفاع وکړي او د زور ځواب به په میړانې سره ووایي

تاند ( جمعه د کب ـ حوت ۸مه) پخوانی ولسمشر حامکرزي پر کابل، کندهار او پکتیا د پاکستان بمبار ته په غبرګون کې ویلي، چې افغانان به په هر ډول شرایطو کې په پوره اتحاد د خپل ګران هیواد دفاع وکړي او د زور ځواب به په میړانې سره ووایي.

حامد کرزی زیاتوي چې پاکستان په دغه بمبار او تاوتریخوالي سره له هغو ستونزو ځان نشي خلاصولی چې پخپله یې جوړې کړې دي.

د ولسمشر کرزي په خبره، د روان کړکېچ حل لار دا ده چې پاکستان خپله پالیسي بدله کړي او له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او متمدنې رابطې لار خپله کړي.

دغه راز زلمي خلیلزاد هم د پاکستان پوځي رژیم پر وړاندې د طالبانو د غچ اخیستونکو عملیاتو ته په اشارې ویلي، دا باید ودریږي، ځکه په خبره یې، دواړو خواو ته بې ګناه خلک وژل کیږي.

دغه افغان الاصله امریکایي ډیپلوماټ زیاتوي چې، د کابل او اسلام‌اباد هوکړه باید د ترکیې په څېر، د یوه درېیم‌ګړي هېواد له لوري وڅارل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«د ماشومانو ادبیات او د هغوی د روزنې لارې چارې» علمي- څېړنيز سیمینار

 محمد آصف احمدزی ادبي راپورتاژ ماشومان که د مشرق که د مغرب دي د ژړا او د خندا انداز یې يو دی د افغانستان د علومو اکاډمي هر...