جمعه, فبروري 27, 2026
Homeخبرونهدفاع وزارت: اسلام اباد کې مو پر پنځو پوځي مرکزونو هوايي بریدونه...

دفاع وزارت: اسلام اباد کې مو پر پنځو پوځي مرکزونو هوايي بریدونه کړي

تاند (جمعه د کب – حوت ۸مه) د افغانستان دفاع وزارت وایي، چې نن غرمه شاوخوا یولس بجې یې «د اسلام‌اباد فیض اباد ښار ته نږدې پر پوځي کمپ، نوښار کې د پوځ کېنټ، جمرود پوځي کالونۍ او اېبټ‌اباد کې» هوایي بریدونه کړي.

طالبانو ویلي، چې دغه عملیات یې د کابل، کندهار او پکتیا د بریدونو په غبرګون کې کړي.

د طالبانو دفاع وزارت وايي، چې په پاکستان کې یې د هوايي عملیاتو پرمهال د پوځ مهم پوځي ځایونه، مرکزونه او تاسیسات په نښه کړي.

طالبانو زیاته کړې، چې دغه هوايي عملیات یې بریالي‌ وو.

دغه عملیات په داسې مهال ترسره کېږي چې، پاکستان تېره شپه د کابل په ګډون په کندهار او پکتیا ولایتونو کې هوایي یرغل وکړ.

‏د دې جګړې شدت ته په کتو د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، روسیه چمتو ده چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ منځګړیتوب وکړي.

هغه څرګنده کړې، که دواړه لوري رسمي غوښتنه وکړي؛ نو روسیه به اقدام وکړي.

کابلوف زیاته کړې چې، د دوی هدف د شخړو د حل لپاره د خبرو اترو زمینه برابرول او له سیاسي لارې د کړکېچ حل کول دي.

روسیې د کابل او اسلام اباد ترمنځ منځګړتوب ته چمتووالی ښودلی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

نن د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ده

تاند (شنبه، د کب/ حوت ۲ مه/ د فبرورۍ ۲۱ مه) د فبرورۍ میاشتې ۲۱ ورځ د ملګرو ملتونو ادارې یونیسکو په غوښتنه د...