جمعه, اپریل 19, 2024
Home+زاړه اشنا ته! | عبدالعزیز نایبي

زاړه اشنا ته! | عبدالعزیز نایبي

روایت دی چې کله موسی شفیق صدراعظم شو نو د هغه پخوانی اشنا عبدالله غمخور مبارکۍ ته ورغلی وو، خو په لیدلو یې نه وو بریالی شوی، او بیا یې خپل تاثر په لاندیني شعر کی لیکلی وو. عبدالله غمخور خپلې شعري ټولګې «هنګامه» کې د دې شعر د لیکلو نیټه ۱۳۴۷ لمریز کال ثبت کړی، دا مهال ارواښاد موسی شفیق په قاهره کې د افغانستان سفیر وو، هغه په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د صدارت مقام ته رسیدلی وو. پدې ترتیب پورتنی روایت نفی کیږي. انګیرنه داسې ده چې عبدالله غمخور به خپل ادیب ملګري موسی شفیق ته چې هغه مهال له هیواده بهر قاهره کې اوسیده او ډیره موده یې له نیږدې نه وو لیدلی، دا شعر لیکلی وي.

ډیر راباندې ګران یې خو اوس ستا لیدل ګران شویدي

یاره مهربانه چه دا څه درباندې شوي دي

***

ته د ژمي لمر شوې په اسانه ښکاره کیږې نه

سترګو ته نظر شوې خو په سترګو لیدل کیږې نه

ستړې شولې خولې په تپوسونو پېدا کیږې نه

سحر دی جادو دی که ټوټکې درباندې شوي دي

***

ته له ښاره ووتې له نرخه چه ونه وځې

دا ګوره سراب دی فکر وکړه چه تیر نه وځې

شپه ده تروږمۍ ده تیندکونه دي پرې نه وځې

زلفې د خوبانو دې د غاړې کمند شوي دي

***

ته د آسمان ستوری شوې آسمان ته رسیده ګران دي

ته د هما سوری شوې ستا لاندې ودریده ګران دي

ته یو داسې خوب شوې چه تعبیر یې اوس کیده ګران دي

ځکه مې دوه سترګې د کتو نه څلور شوي دي

***

ته د حاسدانو له حسده پروا مه کوه

سترګه د سبا شه نوره ترهه له چا مه کوه

هم د نظربازو له نظره سودا مه کوه

تاته سپیلني په خروارونو لوګی شوي دي

***

زه د زړو سترګو خوږې مینې پوروړی یم

ستا د محبت د لوی دریاب یو نیزوړی یم

ډوب په تصور کښې دې خبرې ته سوچ وړی یم

ما خو لږ خبر کړه چه دا څه راز کانې شویدي

***

ډیر راباندې ګران یې خو اوس ستا لیدل ګران شویدي

یاره مهربانه چه دا څه درباندې شوي دي

( ۱۳۴۷ لمریز کال، کابل )

عبدالله غمخور د پښتو ژبې تکړه شاعر وو. هغه پښتو ټولنه، راډیو افغانستان، ننګرهار ورځپاڼه او د قبایلو ریاست کې دندې ترسره کړي دي. نوموړي خپلې شعري ټولګې «هنګامه» کې ځان لوستونکو ته داسې ورپیژندلی: «زه په خټه پښتون یم او د افغانستان د کونړ ولایت د اسمار ولسوالۍ د بارګام د کلي د یوې عالمې روحاني کورنۍ غړی یم. د پلار نوم مې حاجي عبدالودود دی او د کاکا نوم مې حاجي عبدالرحمن دی چه پیر طریقت هم و. دغو دواړو وروڼو د بریکوټ په محاذ د افغانستان د استقلال په جنګ کې لویه برخه اخیستی ده او هم ېي د باجوړ او مومندو په مختلفو ځایونو او مختلفو وختونو کې د جهاد مشري کړې ده. زه د همدغه تاریخي رسالت په اساس د جهاد د تبلیغ او تنظیم دپاره د خلکو سره په تماس کې یم او د غازیانو د ملاتړ د پوره کولو په خاطر په ژوندو زیارتونو ګرځم….»

نوموړي په یاده شعري ټولګه کې د پاکستان د پوځي صدر جنرال ضیاء الحق په مړینې خفګان څرګند کړی او هغه ته یې د درناوي لپاره یوه مرثیه لیکلې ده. عبدالله غمخور د ۲۰۱۰ کال د جنوري په ۱۵ نیټه د پېښور په حیات آباد کې وفات او جنازه یې کونړ کې خاورو ته سپارل شوې ده.

ستاکلهم-سویډن

3 COMMENTS

  1. دغه شعر چې هروخت لولم ديوه عجيب حالت سره مخامخ کيږم اروا مې تيرو وختونو کي ګرزوې اوداسي احساسوم لکه دغه کلمات چې زمادخولې راوتلي اوزماذهن زېږولي وى

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب