جمعه, مې 3, 2024
Home+ښه سړیه! مه بدلېږه| ژباړن: مسلم داودزی

ښه سړیه! مه بدلېږه| ژباړن: مسلم داودزی

کمپيوټر جوړونکي ته ورغلم، ومې ویل: وبخښۍ تابلیت مې یو ناڅاپه ګل شو.

دوکاندار وویل: یو ځل یې ګورم، کېدای شي Lcd یې سوې وي. که سوې وه درته بدلومه يې؟

ومې ویل: خیر اوسې سمه ده، ورته ډېره اړتيا لرم.

 ویل: سبا له ماسپښينه وروسته راشه.

سبا ورغلم تابلیت يې جوړ کړی و. د لګښت پوښتنه مې ورنه وکړه.

ویې ویل:  کومه غټه خبره نه وه، یوازې د فلش لین یې سست شوی و، هماغه مې ټیټ کړ او بس.

مننه مې ترې وکړه او راووتلم، په موټر کې کښېناستم خو زړه مې کرار نه شو. کولای یې شول چې ډېرې پیسې رانه واخلي، ځان مې ورته اماده کړی و…

د سړک غاړې ته یو شیریني پلورنځی و، یوه بسته چاکلېټ مې واخیستل او بېرته ورغلم، مخې ته مې ورته کېښودل، ومې ویل:

نړۍ ستا غوندې خلکو ته اړتيا لري، خیر دی هېڅکله مه بدلېږه.

د عینکو له پاسه یې راته وکتل او په موضوع پوه شو ويې خندل زیاته یې کړه: عینې شی زما د پلار جمله دې تکرار کړه، حیف چې میاشت مخکې یې سترګې کرونا له دې نړۍ ورپټې کړې.

تسلیت مې ورته ووايه او خدای پاماني مې ورسره وکړه، چې بېرته راتلم په دې فکر کې وم، چې انسان ورو ورو بدلون کوي.

یوازینی شی، چې موږ په امانتدارۍ او سمې لارې کې ساتلی شي، یوه اسانه جمله ده:

ښه سړیه! هېڅکله مه بدلېږه.

*از هزاران ، یک نفر اهل دل‌اند*

*مابقی تندیسی از آب و گِل‌اَند*

د نورو بدیو ته به نه ګورو.

تاسو چې ښه یاست، ښه اوسئ. په دې ډاډه اوسئ ښه بېرته درته راګرځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب