جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهپوتین: افغانستان د سیمې د امنیت لپاره تر ټولو لویه ستونزه ده

پوتین: افغانستان د سیمې د امنیت لپاره تر ټولو لویه ستونزه ده

تاند(پنجشنبه، د میزان ۲۱ مه) د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، افغانستان د سیمې د امنیت لپاره تر ټولو جدي ستونزه ده.

پوتین، چې په اسیا کې د اعتماد جوړولو او تعامل په سرمشریزه کې وینا کوله، وویل، په افغانستان کې امریکا او ناټو دوې لسیزې تیرې کړې خو دا هیواد یې د دې جوګه نه کړ چې اوس په خپلواک ډول د تروریستي ګواښونو اړوند ستونزې په خپله حل کړي.

پوتین د سیکا سرمشریزې ته، چې نن د قزاقستان په پلازمېنه استانې کې دایره شوې، په کابل کې د روسیې سفارت ته څېرمه تروریستي برید ته په اشارې وویل، په افغانستان کې د تروریستي بریدونو دوام دا تاییدوي چې په دې هیواد کې تروریستي ستونزې شته.

د تېر سپټمبر په پنځمه په کابل کې د روسیې د سفارت مخته په چاودنه کې د دوو روسي دیپلوماتانو په شمول ۶ تنه ووژل شول.

د روسیې ولسمشر د سیکا د سرمشریزې برخوالو ته په وینا کې ټینګار وکړ چې د افغانستان په خاوره کې د حالاتو دعادي کېدا لپاره باید په ګډه د دغه هیواد د اقتصاد له ښه کېدو سره مرسته وشي، خو تر ټولو مهمه دا ده چې د افغانستان د اشغال په کلونو کې افغانانو ته د اوښتو زیانونو تاوان ورکړل شي او په غیرقانوني ډول د دغه هیواد کنګل شوې شتمنۍ بېرته ورکړل شي.

د سیکا یا د اسیا د اعتماد جوړولو او تعامل کنفرانس ۲۷ اصلي غړي لري او پر دې سربېره ۷ هیوادونه او ۵ موسسې یې څارونکې دي.

افغانستان، اذربایجان، بحرین، کمبوډیا، مصر، بنګله دېش، عراق، اسراییل، قرغیزستان، قزاقستان، ایران، اردن، منګولیا، جنوبي کوریا، قطر، فلسطین، پاکستان، روسیه، سریلانکا، متحده عربي امارات، ترکیه، تایلنډ، تاجکستان، ویتنام او ازبکستان یې دایمي غړي دي.

امریکا، مالیزیا، لاوس، فلیپین، جاپان او بیلاروس یې څارونکي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب