جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+۷/انسان د بې دينۍ او دین پر دوه لارې

۷/انسان د بې دينۍ او دین پر دوه لارې

زبیر افغان

ایمان ولې اړین دی؟

ایمان د لغت له مخې پوخ باور ته وايي، پر یوه شي که څوک باور نه لري، نو د هغه لپاره کار هم نه کوي، خلک د همدې باور له مخې کار کوي او مخته ځي. بیا په دنیا کې د یوه کار پر انجام باور او د انساني ژوند پر انجام د باور ترمنځ د ځمکې او اسمان هومره فرق دی. په دنیا کې د یوه کار نتیجه که خرابه هم شي، نو یو کار به وي، انسان به پکې مالي زیان وویني، خپه به شي، اقتصاد به يې ورسره کمزوری شي، اما د انسان د اخیر انجام په اړه معامله له دې یو مخیزه بېله ده، انسان که یوځل مړ شي، له دې نړۍ يې لاس وخېژې، بیا يې راتګ نه شته، که بریالی وي، بریا به يې تل پاته وي او که ناکامه شو، نو ناکامي به يې د خپلو اعمالو په بدله کې برخلیک وي.

بیا ایمان یوازې له اخرت سره هم اړه نه لري، ایمان پر دنیاوي ژوند ډېر زیات اغېز لري، له یوه مثال څخه ښايي دا موضوع ښه وفهمېږي:

یو کس/ټولنه دی/ده چې د خدای پر قانون، وجود او اخرت هیڅ ایمان نه لري، هغه په دنیا کې داسې تګلاره غوره کوي چې بالفعله يې ورته ګټه رسېږي، د همدې لپاره ډېر لوی نوميو سیاستپوهانو دا خبره کړې هم ده چې د سمدستي ګټې په پار هر ډول تړون او عهد باید سیاستوال مات کړي، دغه ډول که ټولنه وي یا فرد چې هيڅ ډول اصول نه لري، پر مستقلو ارزښتونو يې ایمان نه وي، د بیا له حساب و کتاب څخه يې سترګه نه سوځي، د یوه کامل قدرته او عادل ذات پر محاکمه يې باور نه وي، هغوی به په نړۍ کې څنګه قوانین وضع کړي؟ له خلکو سره به څنګه ژوند وکړي؟ دغه ډول افراد او ټولنې به له کمزورو افرادو او ټولنو سره څه ډول تعامل وکړي؟ تاسو به په ویډیوګانو کې لیدلي وي چې ځنګل کې هر زورور ځناور بل خوري، اما هغه ځناوران بیا تر خپل منځ ګډ سره ګرځي یو بل نه سره خوري. که د خدای قانون باندې ایمان نه وي، اخرت او حساب و کتاب نه وي، د مشخصو اصولو په چوکاټ کې دننه اجتماعي او انفرادي ژوند کول نه وي، نو نړۍ به یو ځنګل وي او هغه څوک به يې پاچا وي چې ډېر زور ولري، هر زورور انسان/ټولنه به نور کمزوري انسانان/ټولنې له منځه وړي او د مه کوه څوک به نه وي.

بل لور ته که یو څوک ایمان ولري، خدای ومني، قانون يې ومني، اخرت باندې باور وکړي، مستقل ارزښتونه ومني، د نفس وجود باندې قایل شي، نو هغه تر خپل ځان بالا بل زورور ځواک مني، تر خپل قانون د بل چا قانون بالا بولي، د ژوند کولو لپاره يې تګلاره مشخصه شوې ده، انسانیت ورته محترم ور پېژندل شوی دی، له انسانیت سره دښمني نه، نفرت نه، قتل نه، غارت نه، بلکې دوستي، مینه، ژوند او تعمیر ورته ښه معرفي شوي دي، هغه ته ویل شوي چې یوازې دا فزیکي وجود دې نه دی، یوازې دغه جهان نه دی، مرګ د ژوند وروستی پړاو نه دی، بلکې دا یوه بل جهان ته د تلو دروازه ده، ژوند دوام کوي، تاسو په دې نړۍ کې د ښه امتحان په ور کولو ځانو کې دا وړتیا پيدا کړئ چې ایینده ښه ژوند ولرئ، د تعمیر صلاحیتونه وپنځوئ، خپلې وړتیاوې وغوړوئ، د بشریت د ګټې لپاره خدای در کړي استعدادونه پرېږدئ چې وغوړېږي او بشر ته يې ګټه ورسېږي، د دغو مستقلو ارزښتونو په رڼا کې نړۍ یوازې دوه قطبه ده، یوه يې د کافرانو ده او بله يې د مسلمانانو، مسلمان داعي دی، ټول هغه کسان په خوله او عمل هغه قانون ته را غواړي چې دوی پرې ایمان لري، دوی يې په عملي توګه د بشریت شموله نړۍ د ابادۍ نمونې ور کوي، د هغه قانون په چوکاټ کې د ژوند په کولو دا ثابتوي چې دغه ځنګل غوندې نړۍ یوازې هغه وخت د بشر لپاره ارامګاه جوړېدلای شي چې د خالق له دغو هدایتو سره موافق ژوند وشي، دا هدایات نه یوازې د بشر د ټولنیز ژوند د ښېګڼې لپاره دي، بلکې د انسان راتلونکی ورسره ښه کېږي او د هغه نفس ورسره د ښو کارونو لور ته پرمختګ کوي، هغه په مجسم ډول د الهي صفاتو مظهر ګرځي، د خدای د رحمانیت او رحمیت صفات په ځان کې پيدا کوي، د رازق صفت يې د ور کړې لور ته هڅوي، لطیف يې لطافت ته کشوي، بصیر يې سترګورتوب ور ښيي، علیم يې علمیت ته را کاږي، خبیر يې د کایناتو د درک قوه فعاله کوي، اراده، فعالیت او هر ګړی د نوي څه د پنځولو هڅې د خدای د همدې صفاتو ښکارندویي کوي، حتا د خدای د تکبر او قهر صفت هم تر یوه حده انسان له ځان سره لري، که نه عزت النفس به يې په پښو کې پروت وي، تکبر دومره په اسلام کې منعه شوی دی چې انسان سپک ونه ګڼي او له حقه انکار ونه کړي، نور اسلام هم ویلي دي چې ګرده بشر ته رب العالمین عزت و شرافت ور کړی دی، دغه عزت و شرافت کله د قهر او تکبر تقاضا هم کوي، ځان باید دومره سپک نه کړي چې د نورو په نظر کې يې بشري درناوی ختم شي، انساني شرافت په همدې دواړو ساتل کېږي، نو د انسان ایمان انسان د داسې صفاتو مظهر ګرځوي چې هغه د رحمن ذات صفات دي او دغه نړۍ د هغو د تقاضا له مخې ودانه ده.

یوه مومنه ټولنه/شخص بل ته ځکه ور کړه کوي چې د رب غوښتنه يې ده، نفس يې ورسره پاکېږي، په بشري نړۍ کې د ښې راتلونکي لپاره، ایینده ژوند يې ورسره سمېږي، د دې ور کړې يې بدله ور کوله کېږي، له انسانیت سره د خواخوږي په خاطر خپله ګوله بل انسان ته هم ور کوي.(الانسان: ۸، ۹، البقره: ۲۶۵، الاعلی: ۱۸، ۱۹، ۲۰)

بالمقابل يې غیر مومنه ټولنه پر دې یوه شي باور نه لري، هغوی د دوی ګټلي خپل ملکیت بولي، هر څه د ځان وړتیا بولي، د کوم احساس له مخې له بل سره ښه وکړي، کومه جذبه هغه دې ته اړ کړي چې په خپل لاس ګټلې روزي له نورو سره نیمی کړي؟

دا نن چې په نړۍ کې هر زورور هیواد/ټولنه/افراد/حقیقي او حقوقي شخصیتونه د نورو پر حریم تېری کوي، ژوند ځنې اخلي، منابع يې لوټي، خلک له لوږې سره مخ دي، بېکاري ډېره ده، میلینونه انسانان په ناحقه توګه مري، په ۲۱ پېړۍ کې انسانان اساسي بشري حقوق نه لري، حتا په خپله ژبه خبرې نه شي کولای، تعلیم او کار نه شي کولای، د کور او صحت لپاره اواز نه شي پورته کولای، دا ځنګل چا جوړ کړی دی؟ دا هغوی چې ایمان نه لري، هغوی چې د ژوند لپاره یوازې د خپلو ګټو چوکاټ لري، هغوی چې هر څه ته د خپلو ګټو او مفاداتو له عینکو ور ګوري، هغوی چې پر هر څه د خېټې په اچولو د زرګونو او لکونو انسانانو د روزي وسایل یو کس/ټولنه د شخصي ملکیت په توګه وړي، دا د کفر نړۍ ده، دا د بې ایمانۍ نړۍ ده، دا د بې خدایانو نړۍ ده، دا د هغو ده چې هيڅ مشخص چوکاټ د ژوند لپاره نه لري، اصول نه لري، تګلاره يې معلومه نه وي، هيڅ وعده، قانون او تړون يې د باور وړ نه وي، ځکه يې په یوه او بله پلمه په تېرو شلو کلونو کې عراق، افغانستان، لیبیا، مصر، سوډان، فسلطین، تونس، سوریه، الجزایر، ناجیریا، اوکرین او نور هیوادونه لوټې لوټې کړل، تر جنګ او ورانۍ وروسته به يې په ډېره سپين سترګۍ اقرار وکړ چې زموږ د شوې ادعا له مخې هغه څه نه شته چې موږ يې له امله جنګ ته اړ شوو.

د انسانیت د ژغورنې یوازینۍ لار د خدای پر قانون ایمان دی، اخرت منل دي، د اعمالو مکافات او مجازات باندې یقین کول دي، که نه د یوه ځنګل په شان به دغه نړۍ اور واخلي، انسان به يې عامل وي او خپله به انسان په خپل بل شوي اور کې هم لولپه شي.

۲۰۲۲/اګست/۲۳

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب